لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت په وزیرستانونو کې د پاسپورټ او نادرا موبائل دفترونو خلاصولو امر کړی


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي ویلي د پښتنو نزدې ۱۸۰،۰۰۰ تړل شوي قامي کارډونه ازاد کړل شوي او د پاتې ۱۵۵،۰۰۰نورو کارډونو جاج اخستل کېږي او ډېر زر به ېی په اړه فېصله وشي.

داخله وزیر د نادرا، پاسپورټ او امېگرېشن چارواکو ته امر کړی ٫٫ په وزیرستانونو کې دې زر تر زره موبائل یا گرځنده دفترونه جوړ کړي او ددې لپاره دې ځايي ځوانانو او په خاصا توگه زنانو ته روزگارونه ورکړي.٬٬

شهریار افریدي دغه خبرې په اسلام اباد کې د داخله وزارت لخوا د شمالي او جنوبي وزیرستان د ستونزو په اړه رابلل شوې یوې غونډې ته کړي.

په یاده غونډه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو او د پښتون ژغورنې غورځنگ مرکزي مشرانو علي وزیر او محسن داوړهم گډون کړې.

په غونډه کې د پاسپورټ ډاېرېکټر جنرل، د نادرا چېرمېن او نور لوړ پوړي افسران هم رابلل شوي وو. داخله وزیر وویلي چې د وزیرستانونو د پارلیمان د غړو لخوا راپورته کړی شوې غوښتنې به زر تر زره د ممکنه کولو هڅې کوي او ټولې اندېښنې به ېی په ترجیحي بنیادونو پوره کولې شي.

په دغه مهال د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي وویلي:٫٫ زه به د محرومه شوي اولس سره منفي خویونو باندې مصالحت ونکړم او نه ېی زغملې شم. دا به یقیني کوو چې په تېرو وختونو کې پېدا شوي ټولې غلط فهمۍ ختمې کړل شي، تشې خبرې ونشي او د خلکو رشتونې خدمت اوکړی شي.٬٬

شهریار افریدي زیاته کړې حکومت د قبايلي ضلعو د اولس د ترهگرۍ په ضد قربانۍ مني او اوس وخت راغلی چې د ترهگرۍ له امله تباه شوې دغه سیمې ابادې کړی شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویلي، مرکزي حکومت به د وزیرستان د اولس د حقونو حفاظت او د سیمې پرمختیا باوري کوي او ټولي ریاستي ادارې په دې لړ کې د قبايلي ضلعو په قامي دائره کې د ضم کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د نوموړي په وینا د قبايلي ضلعو پرمختیا د تحریک انصاف د حکومت په خصوصي پام کې ده، د باجوړ او نورو سیمو اولس ته په تېز انټرنېټ ( 3G) مبارکي ورکوم.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG