امنیتي سرچینې وایي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په پوځ وسله والو بریدونه کړي چې پکې یو عسکر وژل شوی اؤ د پوځي میجر په ګډون څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.
په بر جنوبي وزیرستان کې هم نن د یکشنبې یا اتوار په سهار د ایف سي د تښتول شوؤ دوؤ عسکرو مړي موندل شوي دي اؤ په ټانک ضلعه کې په هدفي برید کې د سیمې یو بل تن وژلی شوی دی.
په ټانک کې د یوې اوونۍ دننه د هدفي وژنو دا څلورمه پېښه ده چې ځایي خلک پکې وژل کیږي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سب ډويژن کې د یکشنبې - اتوار په ورځ وسله والو د پوځ په یو کاروان برید کړی .
سرچینې وایي تر دغه برید وروسته په سیمه کې د پوځ اؤ وسله والو تر منځ د ډزو تبادله هم شوې ده چې پکې د یو پوځي میجر په ګډون څلور پوځيان ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي له برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي اؤ ژوبل عسکر د علاج لپاره پوځي روغتون ته وړل شوي دي.
سرچینو نه ده واضحه کړې چې په دې نښته کې وسله والو ته هم څه زیان اوښتی اؤ که نه.
سرچینې وایي له دې پېښې وروسته سیمې ته مارټر ګولې هم داغل شوي چې پکې یوه ګوله په یو کور لګیدلې اؤ د کور زیانمنولو تر څنګ یې څاروي هم زیانمن کړي.
د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په ټولینزه رسنۍ ایکس لیکلي "د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې سخته ګوله باري اؤ جګړه روانه ده ، د پوځ اؤ طالبانو تر منځ جګړه کې ګیر شوي د سیمې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي، وفاقي اؤ صوبایي حکومتونو مجرمانه خاموشي اختیار کړې ده"
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې درې ورځې وړاندې په خېسور سیمه کې وسله وال پوخ سړک ویجاړ کړو اؤ بیا ځایي امنیتي چارواکو د سیمې اوسیدونکو ته د کورونو خالي کولو وینا کړې وه.
سرچینې وایي هم نن د اتوار په ورځ شمالي وزیرستان کې وسله والو یو بل پوځي په شیشناک ټوپک ویشتلی اؤ وژلی یې دی.
نایاییده رپورټونه وایي چې دا برید د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی دی.
همدا شان سرچینې وایي چې نن د اتوار په سهار د بر جنوبي وزیرستان تیارزه سیمې نه دوه د ایف سي عسکر تښتول شوي وؤ چې وروسته یې په سیمه کې مړي په موندل شوي دي.
د ایف سي د عسکرو د وژلو ذمه واري هم لا چا پغاړه نه ده اخستې اؤ نه هم پوځ لا د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان د ننیو پېښو په اړوند په رسمي توګه څه ویلي دي.
په ټانک ضلعه کې هم د نامعلومه کسانو لخوا د وژل شوي یو ځایي تن جسد موندل شوی اؤ سرچینې وایي چې وسله والو د هغه له تنه سر غوڅ کړی دی.
سرچینې ډيوه ته وویل وژل شوی تن د ټانک د کړو خان سیمې اسیدونکی ؤ خو هغه پرون له کوره د کنډي سرکل ادم اباد سیمې ته تللی ؤ اؤ هلته نامعلومو کسانو وژلی دی.
تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم په ټانک کې د محمد اعظم نومې تن مړی موندل شوی ؤ چې نامعلومو کسانو وژلی ؤ.
د یوې اوونۍ په مهال ټانک کې دا څلورمه د هدفي وژنو پېښه ده چې مخې ته راغلې ده
Forum