لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلکو د ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد "امن پاڅون" کړی


North Waziristan Peace Protest
North Waziristan Peace Protest

په خیبر پښتونخوا کې د جنګ ځپلې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد په زرګونو ځايي خلکو د "امن پاڅون" په نامه یوه لویه احتجاجي غونډه ترسره کړې. یادې غونډې ته د سیاسي او غیر سیاسي ډلو ګڼ شمېر غړي راغلي وو، چې په لاسونو کې یې سپین بیرغونه نیولي وو او پر هغوی یې د امن پیغامونه لیکلي وو.

احتجاج کونکو د سیمې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوله او څرګنده یې کړه چې سیمه یې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پوځ او وسله والو ترمینځ د جګړو مرکز ګرځېدلې، چې په پایله کې یې ځايي خلک د سختو ستونزو لاندې دي او حتی وژل کېږي. د احتجاجي غونډې په سټیج باندې په ورستیو کې په هدفي پېښو کې وژل شوي قامي مشران او په ځانګړي ډول د وزیرستان د خلکو غیر دولتي تنظیم "یوت اف وزیرستان" فعالانو عکسونه لګول شوي وو.

د غونډې ګډونوالو په زغرده غوښتنه وکړه چې نور په خپله خاوره ناامني نه شي زغملی او که څوک جنګونه غواړي، باید ځان ته بل ځای د جګړې میدان ولټوي. د غونډې پرمهال په شمالي وزیرستان او بنو سیمو کې موبایل او انټرنیټ هم ځنډول شوی و او پولیس په ساتنه ګمارل شوي وو.

North Waziristan Peace Protest 1
North Waziristan Peace Protest 1

په شمالي وزیرستان کې دا ولسي امن پاڅون وروسته له هغې اعلان شوی وو چې د اګست په پیل کې وسله والو د میر علي خیسور سړک وران کړ او بیا د اګست له اتمې نېټې راهیسې په میرلي حسوخېلو او موسکي سیمو کې د وسله والو او پوځ ترمینځ نښتې وشوې. دې نښتو ځايي خلک مجبور کړل چې خپلې سیمې پریږدي او د جګړې له ویرې وتښتي. د دې نښتو پرمهال د ډزو په تبادله کې د ځایي خلکو کورونه په توپونو ویشتل شوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو پرمهال سیمه له ناامنۍ څخه پاکه ګرځولې وه، خو ځايي خلک وايي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په سیمه کې د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي او په ځانګړي ډول په وزیرستان کې دا ستونزه لاپسې پراخه شوې.

ولسي غونډې ته د شمالي وزیرستان د اتمانزی جرګې ویاند مولانه بیت الله وویل چې خلک له ناامني ستړي شوي دي او نور په خپله خاوره دا حالت نه شي زغملی. هغه زیاته کړه چې وخت په وخت یې جرګې او مرکې کړې دي، خو د وسله والو فعالیتونه نور هم زیات شوي دي، چې په پایله کې یې په سیمه کې ځایي خلک عادي ژوند نه شي کولی.

د ملي جمهوري ګوند صوبایي ویاند جمال داوړ غونډې ته په وینا کې وویل چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته نږدې ۸۰۰ کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي، چې زیاتره یې قامي مشران او سیاسي او مدني فعالان وو. هغه وویل چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا پوستې او ناکې لګول شوې دي، خو بیا هم ناامني دوام لري.

د غونډې ګډونوالو په زغرده غوښتنه وکړه چې د عملیاتو پرمهال بې کوره شوي خلک دې بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شي او د امنیت لپاره دې جدې اقدامات ونیول شي ترڅو خلک په خپله سیمه کې د امن ژوند وکړي.

د ۱۱ اکتوبر په ورځ د پښتنو ځوانانو سازمان "پي ټي ایم" د قام عدالت اعلان کړی او څرګنده کړې یې ده چې نور په دې ناامني کې ژوند نه شي کولی. د دې تر څنګ د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم احتجاجي غونډې ترسره شوې دي چې د ناامنۍ ذمه واري یې د پاکستان ریاست او ریاستي ادارو پر غاړه اچولې ده. خو د پاکستان حکومت او پوځ ویلي چې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي ترڅو په سیمه کې امن ټینګ کړي.

د پاکستان حکومت د جون په ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی وو، خو په خیبر پښتونخوا کې دا عملیات له احتجاجونو سره مخ شوي دي. ځايي خلک وايي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات ترسره شوي، خو د خلکو امنیت یې نه دی ټینګ کړی او په سیمو کې د خلکو ژوند لا پسې خراب شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG