لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ د اتمانزو احتجاجي پرلت د شمالي وزیرستان نه پنجاب ته تلونکي ګېس د بندولو ګواښ کړی


د شمالي وزیرستان احتجاج کوونکي وايي د سیمې نه پنجاب ته تللی ګېس به بند کړي او د ګېس نل (پایب) به د ځمکې نه راوباسي
د شمالي وزیرستان احتجاج کوونکي وايي د سیمې نه پنجاب ته تللی ګېس به بند کړي او د ګېس نل (پایب) به د ځمکې نه راوباسي

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم د اتمانزو جرګې لخوا د ناامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي پرلت دوام لرلو او د احتجاج ګډون والو دړکه کړې چې سیمې نه د پنجاب ته تللی د قدرتي ګېس پایب لاین یا نل لیکه به بنده کړي.

احتجاج کوونکو ويلي، 13 مياشتې یې غوښتنو منلو ته صبر وکړو خو بيرته په احتجاج مجبوره شوو. بل لور ته په بنو کې د يو تن د بې درکۍ پرضد د بنو قامي پاڅون غړو جرګه کړی او ويلي يې دي، که بې درکه تن معلوم نه کړل شو، دوی به بيا پرلت پيل کړي.

په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې احتجاجي ناسته د پاکستان د ازادۍ د ورځې 14م اګست نه يوه ورځ وړاندې پيل کړی ‎او احتجاج کوونکو ويلي وو د پاکستان د ازادۍ ورځ به په تورې ورځ نمانځي.

د احتجاج کوونکو په خبره، دوی د شمالي وزيرستان د شوا تحصيل نه د پنجاب صوبې ميانوالي ضلعې ته تلونکی ګېس پايپ لاين بندوي.

د اتمانزي جرګې غړي او د عوامي نېشنل ګوند ضلعي صدر نثار علي وايي، د 13 مياشتو راهسې یې انتظار وکړو، چې د دوی غوښتنې به عملي شي کومې چې د دوی سره په ليکلې بڼه ضلعې انتظامیې منلې وې.

هغه وویل، په هغو غوښتنو کې د دوی تر ټولو مهمه غوښتنه د امن وه خو په سيمه کې ناامني او هدفي وژنې روانې دي او نن هم په تپي علاقه کې يو تن په هدف کړل شوی دی.

هغه زياته کړه، په غوښتنو یې عمل نه دی شوی ځکه دوی بيا احتجاجي پرلت پيل کړو، او اوس به پنجاب صوبې ته تلونکی د ګېس پايپ لاین بندوي، ځکه چې دوی سره دغه خبره هم منل شوې وه چې اول به شمالي وزيرستان ته ګېس ورکول کيږي خو پنجاب ته ګېس تللی او شمالي وزيرستان کې اوس هم ګېس نشته.

د پي ډي اېم په تېر حکومت کې وزيراعظم شهباز شریف په خپله د شمالي وزيرستان د شوا تحصيل ګېس پروژې پرانسته کړې او ويلي يې وو، په دغه پروژه کې به اول ځايي خلکو ته روزګار ورکوي، د معیاري سکول او روغتون جوړولو ژمنه یې کړې او شمالي وزيرستان ته یې د ګېس ورکولو ويلي وو.

د شمالي وزيرستان يو مشر ملک پير خان چې په احتجاجي پرلت کې شامل دی وايي، په علاقه کې خلک عادي ژوند نه شي کولی، د هدفي وژنو له امله خلک د ذهني فشار سره مخ دي او په ځانګړي ډول ښځې پرېشانه دي، د دوی سره چې د ضرب عضب نه وروسته په سيمه کې د امن او پرمختيا کومې وعدې شوې وې تراوسه نه دي عملي شوي.

هغه وویل، په علاقه کې بې روزګاره دي خلک د سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه خلک په خپله راپاڅېدلی چې د شمالي وزيرستان خپل ګېس چې نورو علاقو ته ځي، د هغې پايپ بند کړي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، د احتجاج کوونکو سره یې خبرې روانې دي ځينې غوښتنې يې منل شوي او ځينې غوښتنې یې د صوبايي حکومت لوړ پوړو چارواکو سره شريکې کړي دي.

د اتمانزو د جرګې او د پرلت وياند مولانا بېت الله وايي، دوی پرون ګېس بندولو خو د سيمې نه د قامي پارلیمان غړی مولانا مصباح الدين د حکومت په استازيتوب دوی ته ورغلی او دوی ته یې نن سهار د 11 بجو پورې وخت ورکړی خو هغه ورته ځواب ونه کړو، ځکه دوی په خپله د ګېس په بندولو کار پيل کړو.

وي او اې ډيوه د مولانا مصباح الدين سره د رابطې هڅه کړې خو هغه سره رابطه نه کيږي
په بنو کې د بې درکه تن په اړه د بنو د ولسي پاڅون غړی پروفېسر ابراهيم وايي پير احمد شاه نومې تن بې درکه شوی چې د ولسي پاڅون غړی دی او د تېرې اوونۍ راهسې بې درک نه معلومېږي چې چېرته دی؟

هغه وويل، دوی د بې درکه تن معلومولو دپاره پرون جرګه کړې او حکومت ته یې وخت ورکړی که د جمعې پورې بې درکه تن معلوم نه شو، دوی به بيا پرلت پيلوي.

هغه زياته کړه د دوی سره چې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کومې خبرې منلې وې، د هغې خلاف کار روان دی، پوځ په علاقه کې چاپې هم وي او خلک هم پورته کوي او دا د هغې معاهدې سرغړونه ده.

علي امين ګنډاپور د بنو پرلت سره په 25مه جولايۍ د دوی 16 غوښتنې منلې وې.

په دې اړه د علي امین ګنډاپور او یا د صوبايي حکومت تازه ردعمل لا مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG