په پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو د نوي سره د انتخاباتو د غوښتنې لپاره د عملي ګامونو اخستو په غرض د محمود خان اڅکزي په کور کې غونډه کړې چې پکې وتلو سیاسي مشرانو برخه اخستې ده.
اپوزیشن مشرانو خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په خرابه وضعه ژورې اندېښنې ښودلي اؤ ملک کې د نوي سره د انتخاباتو غوښتنه یې تکرار کړې ده.
د قامي اسمبلۍ پخوانی اسپیکر ښاغلی اسد قیصر وایي د نهې په ماښام اسلام اباد کې ترسره شوې دې غونډه کې حکومت مخالفه ګوندونو د ملک په موجوده حالاتو اؤ بحراني کیفیت کې د ټولو جمهوریت خوښو قوتونو یو پلیټ فارم ته په راجمع کېدو اؤ د ملک اؤ قام بحران نه په ویستلو اتفاق کړی دی.
حکومت لا په سمدستي توګه د اپوزیشن د مشرانو غونډې ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې تېره میاشت د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وؤ چې ملک د ترقۍ په لیکه روان شوی دی اؤ د اپوزیشن د نوؤ انتخاباتو غوښتنه منطقي نه ده.
په اسلام اباد کې ترسره شوې دې غونډه کې د نورو تر څنګ د جمعیت علماء اسلام(ف) مولانا فضل الرحمان، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي،قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر عمرایوب خان، ،علامه ناصر عباس، صاحبزادہ حامد رضا ،اسد قیصر، شبلي فراز، سردار لطیف کھوسه،جنید اکبر، عاطف خان اؤ نورو ګډون کړی ؤ.
د تحریک تفظ ایین پاکستان په نوم د څو اپوزیشن ګوندونو د ایتلاف چې مشري یې محمود خان اڅکزی کوي، په اعلامیه کې ویل شوي :
اپوزیشن مشرانو راتلونکي کې د خپل منځي رابطو پراخولو اؤ ملک ته د پېښو چیلنجونو د مقابلې لپاره د یو ټول ګوندیز کانفرنس په رابللو اؤ د یوې ملي ایجنډې د تیارولو لپاره د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د یوې کمیټې په جوړولو اتفاق هم کړی دی.
د اعلامیې له مخې په کمیټۍ کې به اسد قیصر، شبلی فراز، سینیټر کامران مرتضیا، مصطفی نواز کھوکھر، صاحبزادہ حامد رضا، ساجد ترین ، ناصر شیرازي، تالعمند خان اور اخونزادہ حسین دغړو په توګه شامل وي.
اعلامیه وایي چې د اپوزیشن ګوندونو مشرانو خپله دا غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه چې په ملک کې دې په سمدستي توګه بې پلوه اؤ رڼې ټاکنې وکړل شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې په ملک کې د موجوده الیکشن کمیشن د استعفا اؤ د یو بې پلوه کمیشن د جوړښت غوښتنه هم شوې ده.
په غونډه کې په ملک د بشري حقونو د روانو سرغړونو کلکه غندنه وشوه اؤ د پخواني وزیراعظم عمران خان په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم وشوه.
د اعلامیې له مخې اپوزیشن مشرانو د آي ایم ایف د مشن د پلاوي د سپریم کورټ چیف جسټس سره په لیدنه د حیرانۍ څرګندونه وکړه اؤ وي ویل چې تر دې د مخه داسې مثال کله هم نه دی تر سترګو شوی.
اعلامیه وایي چې د غونډې برخه والو خېبر پښتونخوا ، بلوچستان اؤ د ملک نورو برخو کې د امنیت په خراب وضعیت سختې اندېښنې وښودلې اؤ وي ویل چې مرکزي حکومت د خلکو د ځان و مال په خوندي کولو کې په بشپړ ډول پاتې راغلی دی.
د قامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اؤ د پاکستان تحریک انصاف وتلي مشر اسد قېصر ددې غونډې احوال اؤ عکسونه د خپلې رسمي فیس بک پاڼې نه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي چې ټولو جمهوریت خوښو مشرانو موجوده حالاتو کې یو پلیټ فارم ته په راجمع کېدو اتفاق کړی اؤ ویلي یې دي چې هیواد به په یو ځای د موجوده بحراني کیفیت نه وباسي
Forum