د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په اسلام آباد کې د قامي سلامیتي شورا یا نیشنل سکیورټي کمیټی غونډې مشري وکړه چې پکې په هیواد کې د امنیت جاج واخستل شو او په دې خبره اطمینان څرگند کړی شو چې د ردالفساد په نوم د تندلارو خلاف عملیات گټه ور دي.
د وزیراعظم دفتر مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل په غونډه کې د پاکستان په مشرقي او مغربي سرحدونو د صورتحال جاج هم واخستل شو.
د مغربي سرحد اشاره افغانستان سره د پاکستان پولې ته وي. د بیان نه دا نه څرگندیږي چې آیا په کابل کې د شوي خونړۍ بم چاودنې ذکر په غونډه کې وشو او که نا؟ د پاکستان خارجه دفتر د کابل د پیښې غندنه کړې ده چې پکې لږ تر لږه ٨٠ کسان وژل شوي دي.
افغان مامورین اکثر وايي د افغان حکومت مخالف وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري او هم د هلته نه په افغانستان کې حملې کوي. پاکستان دا خبره ردوي.
د نوازشریف په مشرۍ کې په غونډه کې تندلارو خلاف د ردالفساد په نوم جاري د امنیتي ادارو په عملیاتو او نورو اقداماتو هم غور وشو او بیان وايي په دې خبره اطمینان څرگند شو چې دا ټول گټه ور دي.
خو څیړونکې د تندلارو خلاف د پاکستاني چارواکو په بیانونو باندې پوښتنې راپورته کوي او وايي وسله والې ډلې وس هم په ازاده توگه فعاله دي او یو مثال په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو ددوي موجودگي ده.
بول بهي په انټرنیټ د رای د ازادۍ دپاره کارکونکي یوه پاکستانۍ اداره ده. د ادارې یو څیړونکی اوسامه خلجي وایي په ورستۍ ورځو کې د نوازشریف حکومت په انټرنیټ د رای د ازاد چقولو په لړ کې اقدامات پورته کړې دي او یوازې هغه خلک په هدف کولی شي څوک چې په حکومت او یا په پوځ تنقید کوي. ښاغلی خلجي وايي د تندلارو نظریاتو خورونکو خلاف څه اقدامات په نظر نه ښکاري. هغه وايي حکومت تندلارو خلاف په اقداماتو کې سنجیده نه دی.
د پاکستان د انگریزۍ ژبې معتبره ورځپاڼه ډان په خپل یو تازه تحقیقاتي رپورټ کې لیکي په پاکستان کې ٢٥ میلنه خلک فیسبوک استعمالوي خو د انديښني خبره دا ده چې داوخت په هیواد کي په ٦۴ داسې ګوندونو څخه چې پابندي پرې لگول شوي ده ۴١ په فیسبوک خپل اکاونټونه او ځانګري پاڼې لري.
په دې لړ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ په پاکستاني مطبوعاتو کې دا خبر هم د توجو وړ دی چې د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای په لاهور کې د عدنان افضل قریشي په نوم یو تن گرفتار کړی دی او د سایبر کرایم قانون خلاف ورزۍ دفعات پرې لگول شوي دي چې گنې هغه په انټرنیټ د جرم الزام دی.
مطبوعات د ايف ايی ای د یو چارواکې له قوله وايي عدنان افضل قریشي د داخله وزیر چودهري نثار او د پوځ په اړه د سپکو خبرو ورسته نیول شوی دی.
دې موضوع سره تړلی نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای خبریال ارشد حسین رپورټ کې دلته اوریدی شئ: