لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ د پاکستاني طالبانو لخوا د قبضې اندیښنې


کراچۍ کې د نیول شوی یو نامعلومه طالب پولیس میډیا ته ښودلی
کراچۍ کې د نیول شوی یو نامعلومه طالب پولیس میډیا ته ښودلی
واشنګټن پوسټ ورځپانړه دکراچۍ په اړه خپل یو رپورټ کې وائی القائده او د طالبانو ډلې غواړې دپاکستان غټ صنعتې ښار دخپل اثر لاندې کړې او بیا خلک په دې مجبوره کړې چه ددوې ایجنډا په وړاندي بوزې.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو هیلو وي او اي پروګرام کوربه نوشیروان قلندر سره دخبرو په وخت دعوامې نیشنل گوند سند صوبي مشر سینیټر شاهې سید وايي پارلیمان يي هم په دې خبر کړی چې کراچۍ کې طالبانو ددوي د پارټۍ دفترونه قبضه کړې او جنډي يی ترې کوزې کړې دې او اوس غواړې خپل ټول مخالفه لیډرشپ ښار کې اووژنې.
شاهي سید وايي که دا کار وشو او لکه څنګه چه روان دې نو بیا به ورته عام خلک دخپل اثر لاندې راوستل هیڅ ګرانه نه وي. هغه زیاتوې لوې تاجرانو ته هم دړکې ورکړي کیږې.
شاهي سید وايي "مونږه دا فریاد کوو چې دسیاسې او مشرانو نه زیات پولیس عسکر او افسران وژل کیږې."
د شاهي سید نظر دی القائده غواړې د ملگرو ډلو په ذریعه دکراچۍ داولس حفاظت لپاره موجود د سیکیورټي دیوال ړنګ کړي.
دایم کیوایم رابطه کمیټۍ غړې ګل فراز خټک پروګرام کې وویل اوس خو په کراچۍ دطالبانو اثر ورځ په تیریدو دومره زیاتیږې چه حکومت سره سم چې کله دوي کوم ځائی او څه وخت اوغواړې خپله خوښه کوي بلکه طالبان پکې زیات موثره ښکاري. دی وايي هم دا وخت دی چې حکومت سیاسي او سماجي مشران یو شي گڼي دا اندیښنې بې ځایه نه دي چې القاعده او ملگري ډلې به کراچۍ ونیسي.
دډیوه ریډیو هیلو وي او کې د کراچۍ د صورتحال په هکله بحث دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:46:46 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG