د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف او د چین د سفیر ژيانګ ژېدونګ ترمنځ شوې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او امنيتي همکارۍ په اړونده چارو خبرې شوې دي.
دا ليدنه وروسته له هغې شوې چې په دې وروستیو کې د برتانيې د ګارډين ورځپاڼې په یو رپورټ کې ویلي وؤ،په اسلام اباد کې د چين سياسي سکرټري وانګ شينګجي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک پر وړاندې د پرتو خطرونو په اړه غېر معمولي سختې نيوکې کړي او د چين د اربونو ډالرو د پروژې سي پېک د راتلونکي په اړه یې اندېښنې څرګندې کړي.
چين او پاکستان د ګارډين ورځپاڼې دغه خبر ناسم بللی ؤ.
د پاکستان اؤ چين په اړيکو نظر لرونکي مبصرين وايي که څه هم په سي پېک کار نه دی درېدلی خو خو چین پاکستان کې د خپلو کارمندانو د تحفظ په اړه اندېښنې څرګندوي.
د پاکستان اؤ چین په اړیکو ژور نظر لرونکی ښاغلی منيب سلمان ډيوه ته وایي،که يو خوا د چينايي چارواکو لخوا د امنیت په اړه د اندېښنو اظهار کېږي نو ورسره دلته د کاروبار د اسانتياو په اړه د حکومت لخوا چينايي کاروباریانو ته چې کوم ضمانتونه ورکړي شوي وو نو د هغې په نه ترسره کېدو هم د چين له لوري په تکرار سره تشويش څرګنديږي.
د سي پېک د امنيت او راتلونکي په اړه په ګارډین ورځپاڼه کې چاپ شوي خبر کې د شينګجي له قوله ویلي شوي وو" پاکستان کې امنيت نه ښه کېږي نو څوک به په داسې حالاتو کې دلته کار له څنګه راشي.
بلوچستان او ګوادر کې د چينایانو ضد کرکه ده، ځيني قوتونه د سي پېک خلاف دي او دا سبوتاژ کول غواړي"
چين په 27 مه جنورۍ د خپل سفارت کار په اړه د ګارډین ليک مکمل دروغ بللی ؤ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر بې بنياده تورونه ګرځولي وو.
تير کال ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې نېکټا وېلي وو، پاکستان کې د کال 2021 راهیسې د ترهګرۍ په 14 حملو کې 20 چينايي وګړي وژل شوي او 34 ژوبل شوي وو.
دا لومړی ځل نه دی چې د چين او پاکستان ترمنځ د ګيلو او فريادونو څرګندونې کېږي.
تېر کال د اکتوبر په 29 مه د چين سفير په اسلام اباد کې ویلي وو چې په شپږو میاشتو کې په چينايي انجنيرانو او کار کوونکو باندې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې د چين د سفیر ژيانګ ژېدونګ په وېنا، دا حملې ورته د منلو وړ نه دي او دې حملو په پاکستان کې د چين پانګونې محدود کړې دي.
څېړونکي وايي کله چې په کال 2015 کې د چين حکومت په پاکستان کې د سي پېک پروژه پېل کوله نو هغه وخت دلته ترهګري خپل عروج ته رسېدلې وه او چين دا هر څه لیدل.
د امنیتي چارو کار پوهه عبدالله خان ډیوه سره خبرو کې وایي "که هغه د سي پېک منصوبه بندي کوله نو ددې معنا دا ده چې د چين لپاره ترهګري دومره لويه مسله نه ده چې چين به له دې ځايه لاړ شي، د ډېرو خلکو غلط سوچ دی چې ګنط د ترهګرۍ د لږو ډېرو حملو له کبله به چين لاړ شي او زما باور دی چې داسې نه شي کېدای"
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ د هواي ډګر په خوله کې د چينایانو په قافله بريد کې دوه چينايي وګړي وژل شوي او يو ژوبل شوی و.
ددې دبريد پړه ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې وه.
ددغه برید وروسته هم چين د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د حفاظت لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
له دې ورسته د نومبر په میاشت کې هم په کراچۍ کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي وو.
د امنیتي چارو کار پوهه محمد تېمور فهد خان وایي ،دغه حملې د پاکستان او چين په تعلقاتو کې يو مهم پړاو ؤ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو سوالونه هم راوچت شوي وو.
د هغه په وینا په دې اړه "د چين سفير په سختو ټکو کې د خپلو اندېښنو اظهار کړی و او ویلي یې وو تر څو چې پاکستان د چينایانو حفاظت نه شي باوري کولی نو سي پېک پروژې پرمخ نه شي تللی"
د پاکستان حکومت وايي چې په پاکستان کې د 20،000 پورې چينايي وګړي موجود دي چې په کې په سي پېک منصوبه کار کوونکي هم شامل دي.
سي پېک د چين شين جيانګ صوبې کاشغر ښار نه د پاکستان د ګوادر بندر ګاه پورې 3000 کلو ميټره اوږد کوريډور دی چې سړکونه، د رېل پټلۍ او د انرژۍ منصوبې په کې شاملې دي.
په پاکستان کې د چينايي منصوبو لويه برخه بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده او بلوچ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وساېلو تروړونکي بولي او ورباندې حملې کوي.
Forum