ورلډ بینک یا نړي وال بینک ویلي پنجاب د پاکستان تر ټولو مالداره صوبه ده او د پاکستان په ٢٠ ؤ شته منو ضلعو کې ١٢ په پنجاب کې دي خو څیړونکي وايي پنجاب د مالي سوکالۍ یوه اهمه وجه په حکومتي ادارو باندې پنجاب د خلکو اجاره داري او د نورو صوبو د خیبر پښتونخوا د حقونو لپاره د سیاسي غږ نشت والی دی.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وايي د پاکستان په افسرشاهي یا بیوروکریسي کې تر د کال ١٩٥۴ م پورې یوازې پنجابیان او اردو یونکي خلک وو چې په منصوبه سازۍ يي اجاره داري وه او ترقي يي خپلو سیمو ته وړه.
هغه وايي که څه هم بجلي او اوبه د خیبرپښتونخوا وې خو کارخانې او صنعتونه په پنجاب کې لگیدل او پنجاب د زراعت لپاره د خیبرپښتونخوا اوبه هلته واړول شوې.
ډاکټر سید عالم محسود وايي پښتانه زیاتره د خپلو حقونو نه هم خبر نه دي او يي داسې غږونه لري چې د حقونو لپاره يي څو په سیاسي کچه غږ پورته کړي.
په موجوده وخت کې د پښتنو په سیمه د امن او امان نشت والی هم د خیبر پښتونخوا د مالي مشکلاتو یو اهم سبب دی. دا خبره اقتصاد پوه ظهور خان کوي. هغه وايي د بې امنۍ په وجه خپله پښتانه هم لک د کراچۍ په رنگ په نورو سیمو کې کوي.
د ډاکټر سید عالم او د ظهور خان د خبرو تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ارشدحسین په رپورټ کې اوریدی شئ: