د چین په دوره د پاکستان صدر اصف علي زرداري د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د دواړو ملکونو ملګرتیا د "لوړو او ژورو" نه تېره شوې ده خو په چینایانو د وسله والو خونړۍ حملې به دا ملګرتیا ختمه نه کړی شي.
د چین صدر شي جېن پېنګ سره خبرې د شروع کولو نه مخکې زرداري وویل پاکستان او چین به همېشه په هر موسم کې ملګري وي.
هغه وویل د ترهګرۍ او په نړیواله کچه د مسلو راپورته کېدو باوجود به "زه" او د پاکستان ولس د چین ولس سره ولاړ وي.
په زرګونو چینايي شهریان په پاکستان کې د چین او د پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کار کوي.
په وروستي کلونو کې وسله والو په پاکستان کې په چینایانو هم حملې کړي دي. تېر کال په پاکستان کې په دوو مختلفو حملو کې اووه چینايي شهریان ووژل شوو. چین په دې اړه د تشویش اظهار کړی دی.
زرداري د نهې، سه شنبې، په ورځ د څلورو ورځو په دوره چین ته ورسېدو. هغه به هربن ښار ته هم ورځي او د ناینت اېشین وېنټر ګېمز ایا د اېشيايي ملکونو د ژمي د موسم د لوبو مقابلې د شروع کېدو په دستوره کې به شرکت کوي.
زرداري وویل ګڼ شمېر قوتونه د چین او پاکستان تعلقات د خرابولو دپاره په "چینايي وروڼو" حملې کوي.
شي وویل چین او پاکستان مستقل ملګري دي او سي پېک منصوبې ته د پرمختګ او په مختلفو مدونو کې د همکارۍ
دلارې يې نورو ملکونو دپاره د تعلقاتو مثال قایم کړی دی.
تېره میاشت د پاکستان په ساحلي ښار ګوادر کې د چین د ۲۳۰ مېلین ډالرو په مرسته جوړې شوې هوايي اډې کار شروع کړو. په ګودار کې بلوڅ بېلتون خوښې وسله والې ډلې په حملو کې چینايان هدف کړي دي.
د سي پېک د منصوبې دلاندې په ګوادر کې د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی شوی او د پاکستان دلارې به د چین مغربي صوبه سېنکیانګ د عرب سمندر نه ونخښلوي.
شي وویل چین تیار دی چې د جدت په خپلو خپلو لارو پاکستان سره لاس په لاس پرمختګ وکړي.
په بلوچستان کې په حملو کې د اضافې په سبب د ګوادر په هوايي اډه د تېر کال راهسې ځنډېلي وو.
Forum