لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بونېر کې یو ځل بیا طالبان فعاله شوي دي - سردار حسېن بابک


د عوامي نېشنل گوند د پښتونخوا صوبې جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک ویلی دي چې په بونېر کې یو ځل بیا وسله وال طالبان فعاله شوي دي.

خلکو نه په زوره پېسې اخلي او ده ته یې دړکې ورکړي دي چې د خپل کار نه دی ودرېږي.

د د وي او اې ډیو سره د یوې مرکې په وخت د پښتونخوا صوبې د تعلیم پخواني وزیر او په صوبايي اسمبلۍ کې د خپل گوند پارلیماني مشرسردار بابک ویلي دي چې

" دغه وسله وال د بره بونېر په ایلم غاړه، کلېل،پیربابا،پاچا، بلوخان، بټۍ او د گدېزۍ تحصیل په اکثره برخو کې گشتونه کوي، په دکانونو کې سوداگانې کوي د خلکو نه په زوره پېسې اخلي چې له وجې یې په خلکو کې یرې موجود دي"

سردار بابک وايي چې ده هم ته د طالبانو د یو ځايي کمانډر لخوا په ېوې لیک شوې پاڼه کې خبردارې ورکړی دی چې د طالبانو په خلاف دې د خبرو کولو نه قلارشي گنې بیا دوی سره دده لپاره ځان مرگه برید کونکي هم شته.

سردار بابک زیاته کړه چې کله وسله وال طالبان بازارونو یا لارو کوڅو ته راوځي نو ځايي خلک د یرې له وجې امنیتي مامورین خبر کړي خو ځواکونه تر ډېره وخته دغه سیمې ته نه ورځي چې له امله یې د خلکو په امنیتی ادارو ناباوري ورځ په ورځ زیاتېږي.

خو د بونېر ضلعې د پولیس مشر ارشاد خان وي او اې ډیوه ته ویلي چې پخواني وزیر ته د طالبانو د دړکیز خط نه خبر دی، دوي په بازارونو او لارو کې خنډان جوړ کړي دي او تلاشۍ اخلي خو وايي پولیسو په سیمه کې وسله وال طالبان لیدلي نه دي.

سردار حسېن بابک د پولیس افسر د وضاحت نه مطمئنه نه ښکاري او په ځواب کې وايي چې دغه پولیس افسر دروغ وايي خلک ډېر زیات اندېښمن دي او حقیقت دا دی چې حکومت په نظر نه راځي.

سردار بابک طالبانو ته هم اپیل اوکړلو چې تاسو هم پښتانه یې او د ترهگرۍ په جگړه کې د پښتنو ډېر لوېی زیان شوې دې باېد دوي عام پښتانه ځورول بند کړي او که د حکومت نه ددوي څه گیله وي نو دهغې زور اولس له ولې ورکوي؟

په کال 2009 د اپریل په میاشت کې د پاکستان پوځ د ملاکنډ په سوات، بونېر، دیر او شانگله سیمو کې وروسته له هغې پوځي عملیات کړي وو چې طالبانو یوشمېر سیمې قبضه کړې وې، امنیتي عسکرو باندې یې بریدونه کول او عام اولس یې په هدف کاوه.

په دغه سیمو کې مولانا فضل الله نومي طالب کمانډر د خپلو وسله والو په زور په ټوله سیمه کې د شرعیت او شرعي سزاگانو اعلان کړی وو او د پاکستان د حکومت په ضد یې د جهاد اعلان کړی وو.

په سوات ، دیر او بونېر کې د ملا فضل الله په مشرۍ کې وسله والو ځکه هم زور موندی وو چې په ملاکنډ ډویژن کې د جماعت اسلامي نه اوړیدلي مولا صوفي محمد د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم د شرعي نظام لپاره غږ پورته کړی وو او په دغه سیمو کې یې په زرگونو پلویان جوړ کړي وو. مولانا صوفي محمد ملا فضل الله ته خپله لور ورکړې وه او په رشته کې یې سخر کېدلو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG