لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف او عمران خان جوړشول خو پوځ سره به څه کوې؟


Pakistan Army Chief Gen Raheel Sharif
Pakistan Army Chief Gen Raheel Sharif
طالبانو سره دخبرو اترو په مسله وزیراعظم میا نوازشریف او عمران خان دشورو په ورځ ملاقات کړی دی. دواړه ډیر په اعتماد وايي چې د ترهگرۍ د مسلې یواځنۍ لاره هم خبرې اترې دي خو اصل خبره داده چې پوځ هم دا گڼي اوکنه؟
دشوروپه ورځ اسلام اباد او ورسره لګیدلې پوځې ښار راولپنډۍ کې دسیاسي حکومت او پوځ ځان ځان له غنډې وشوې. خبرونه ورسره سم داهم راغلې دي چې پوځ لا دحکومت نوي کمیټۍ له خپل نمائنده نه دې ورکړی نو یوځل بیا دا پوښتنې راوچتې شوې دي چې پوځ او حکومت طالبانو سره د خبرو په مسئله یو خله دې او کنه؟
روانو غیریقینې حالاتو کې هرذهن له دا پوښتنه ضرور راځې چې پوځ که دطالبانو سره دخبرو کولو په حق کې نه دی نو ولې؟ وجه يي اخر څه ده؟ نومیالې خبریال او د زړې حکومتي کمیټۍ غړی رحیم الله یوسفزئی وايي چې پوځ ځکه خبرو کې پخپله نه راګډيږې چې دوي ګنړې ددغه لارې د مسئلې حل او مثبتې نتیجې نه شې راوتې.
یوه خبره داهم کیږې چه طالبان دوزیرستان نه بهر هم خبرې کول غواړې. خو پوځ ورسره دا خبره نه منې.
ددفاعې چارو کارپوهان وايي چې دا وخت د تحریک طالبان مشر د مولانا فضل الله تعلق د سوات سره دې هغه او د پنځه کالو نه پوځ سره په جنګ اخته دده وسله وال ملګرې به ئی غواړې چې حکومت ورسره سوات کې هم خبرې اوکې. بیا دمومندو ایجنسۍ طالبان هم په دې لوبه کې د نورو نه وروستو نه دې هغوې هم غواړې چې که حکومت وزیرستان کې طالبانو سره خبرې کوې نو باید دوې سره هم اوشې.
دفاعې څیړن کاران وايي چې داحرارالهند او جندالله په نامه نورې ډلې حقیقت کې هم دیو خلک دې. طالبان ددغه ډلو نومونه استعمالوې او د یوې حکمت عملۍ لاندې حکومت دباو کې ساتل غواړې چې دسوات او مومندو په شمول يي هر هغه ځائی کې خبرو ته کښینوې چې داسې قبائیلې او سمو سیمو کې خپل خلک محفوظه کړې.
خو داسې ښکارې چې پوځ د طالبانو په چالونو خبرداره دې- هم دغه وجه ده چې رحیم الله یوسفزی وايي پوځ حکومتې کمیټۍ کې د شامیلیدلو نه انکار کوي.
ددفاع چارو کارپوها بریګیډئیر سعد محمد خان چې وخت په وخت د ډیوه ریډیو پروګرامونو کې میلمه وې وائی د طالبانو غوښتنې دمنلو وړ نه دې هغوې دپاکستان آئین نه منې، حکومت ته وايي خارجه پالیسې دې بدله کړې دملک نظام غیر شرعې بلې، دخپلو قیدیانو دخوشې کولو غوښتنې کوې. دې وايي دا غوښتنې پورا کول دحکومت دوس کار نه دې.
سعد صیب بیا وائی دطالبانو هدف ښکاره دی خو حکومت په دې هر څه کې ډیر په کمزورې پوزیشن ښکارې.
که د سعد صیب خبرو ته اوکتې شې نو داسې نه ښکارې چې پوځ به طالبانو سره خبرو ته کښېني.
خبرې ډیرې ګرانې ښکارې او په داسې حالاتو کې د سرکارې محکمو آفسرانو باندې مشتمله نوې سرکارې کمیټئ دمخالفو ډلو اندیښنې نورې هم زیاتې کړې دې چې آخر حکومت څه کول غواړې؟
باید حکومت دپوځ او مخالفو ډلو سره کښېنې دافغانستان حالات هم په نظر کې اوساتې او زر یوه پخه فیصله اوکړې.
ګنې هغه اندیښنې لګیادې ځائی نیسۍ چې طالبان خبرو کې ډیر غرضې نه دې د ډز بندئی اعلان کولو کې ځکه وړاندې شول چې غواړې دخلکو مرستې هم حاصلې کړې او کال ۲۰۱۴ آخره پورې ورته ښه پوره وخت میلاو شې-
ځنې څیړن کاران وائی دخبرو اترو د روان فلم پردې په شا به دپوځ او طالبانو ترمینځه دیو بل د تنګولو سلسله هم روانه وې او دطالبانو ترجمان شاهدالله شاهد تیره ورځ دا ګیله هم د پردې په شا د روان شوټنگ برخه ده چې وايي پوځ يي ئی مردان صوابۍ چارسده او نورو سیمو کې وسله وال تنگوي.
دې نه وړاندې چې طالبانو د ایف سي ٢٣ عسکر وژلي وو علت يي دا ښولې وو چې پوځ پټو بندي خانو نه ددوي وسله وال راوباسي، وژني يي او بیا يي مړي په لارو کوڅو کې غورځوي.
  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG