لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نړیوال بانک د 20 میلیارده ډالرو د پور د ژمنې هرکلی کړی


پاکستان د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې د خپلې "ملکي شراکت دارۍ د کاري چوکاټ" لاندې به چې په 2026م کال کې پیلیږي، په راتلونکو 10 کلونو کې 20 میلیارد ډالر پور ورکړي، چې د دې بېوزله هېواد د جدي پرمختیایي چېلنجونو په حل کولو کې مرسته وکړي.

وزیراعظم شهباز شریف د دې پروګرام هرکلی کړی اؤ دا یې د پور ورکوونکي "د لومړي ځل" ژمنه بللې ده.

هغه وویل چې دا پروګرام د ماشومانو د خوراک، زده کړو، پاکې انرژۍ او د اقلیمي بدلون مقاومت ته وده ورکولو لپاره دی، ترڅو د خصوصي سکتور یا شخصي څانګې وده پیاوړې کړي.

شهباز شریف په ټولنیزې رسنۍ "ایکس" خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي، د ملکي شراکت دارۍ دا کاري چوکاټ په معاشي توان اؤ طاقت د اعتماد څرګندونه کوي.

"موږ هیله لرو چې زموږ شراکت لا پیاوړی کړو، ترڅو د خلکو لپاره تلپاتې فرصتونه رامنځته کړو."

په مالي بحران کې ښکېل دا سویلي اسیايي هېواد له څو کلونو راهیسې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی او دا مهال د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د 7 میلیارده ډالرو د پور په پروګرام باندې تکیه کوي.

په پاکستان کې پرله‌پسې سیاسي بې‌ثباتۍ، زیاتېدونکو وسلوالو بریدونو، او په 2022م کال کې راغلو ویجاړونکو سېلابونو د دې هیواد مړڅپن اقتصاد لا ډېر زیانمن کړی دی.

د نړیوال بینک کنټري ډایریکټر نجابین حسیني ویلي "د پاکستان لپاره زموږ نوی لس کلن د شراکت چوکاټ زموږ او د حکومت د ګډې ژمنې اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي، ترڅو د هېواد تر ټولو جدي پرمختیایي ستونزې حل شي"

په امریکا کې موقعیت لرونکي نړیوال بینک ویلي چې د دې شراکت په چوکاټ کې کلنۍ ژمنې به د 2026 څخه وروسته د 1.5 میلیارد څخه تر 2 میلیارد ډالرو په کچه پاتې شي.

د بینک کنټري ډایریکټر ویلي چې پورونه به د شتمنیو شتون او د پروژې د اړتیاوو په پوره کېدو پورې تړلي وي.

د نړیوال بانک په دستاویز کې ویل شوي "د اقتصادي ودې او ساختي بدلون رفتار له اوږدې مودې راهسې داسې تګلارو محددو کړی دی چې یوازې هغو څو کسانو ته ګټه رسوي چې په روایتي توګه په ترقۍ د اډاڼه صلاحاتو ،د بشري پانګې اؤ د بې وزله خلکو لپاره د اساسي خدمتونو په برخه کې د عامه لګښتونو د زیاتوالي مخالفت کوي."

دغه دستاویز زیاتوي چې پاکستان باید خپل اوسنی پرمختیایي ماډل بدل کړي ترڅو بېوزلي کمه کړي او په یوه د ژوند وړ سیاره کې ګډه سوکالي ترلاسه کړي.

د پاکستان اؤ افغانستان لپاره د انټرنیشنل فنانس کارپوریشن کنټري منیجر ذیشان شیخ ویلي "مونږ هغه پانګونو اؤ مشورتي ګامونو ته ارزښت ورکوؤ اؤ خاص پام ورته ګرځوؤ چې په پاکستان کې د دایمي پرمختیا اؤ کار موندنې فرصتونو رامنځته کولو لپاره اړینه شخصي سرمایه کاري راجلب کړي"

په کال 2022م کې د پاکستان د هغه وخت د وزیر اعظم عمران خان له واک څخه لرې کولو او په لانجمنو تورونو کې جیل ته اچول کېدو پاکستان په یوه سیاسي بحران کې ورګډ کړی، چې کارپوهان وایي د کورنیو او بهرنیو پانګونو په راجلبولو کې د حکومت د هڅو مخې ته خنډان راولاړوي.

د نړیوال بانک دستاویز څرګندوي چې دا سویلي اسیايي هېواد، چې له 240 میلیونه څخه ډېره ابادي لري، په نړۍ کې له اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو څخه د ډېرو اغېزمنو 10 هېوادونو په کتار کې ولاړ دی.

په دستاویز کې ویل شوي چې اقلیمي بدلون به د خلکو په روزګار، د خوراک په تحفظ، پېداوار اؤ پرمختیا فشار سیوا کوي چې ددې وجه زیاتېدونکې ګرمي، د هوا خچن والی ، د اوبو شتون اؤ بارانونو کې بدلون دی.

نړیوال بینک وایي"دا خطرونه په داسې مالي لحاظ محدود چاپېریال کې پرمختګ په جدي ډول زیانمنولی شي او په بېوزلۍ کې د کمښت او بشري پرمختګ دوامداره هڅې ستونځمنولی شي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG