لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیر اعظم شهباز شریف د غیر روایتي شیانو د سوداګرۍ سېوا کولو امر کړی


وزیراعظم شهباز شريف اړونده چارواکو ته د غير روايتي شیانو د برآمداتو زياتولو وینا کړې ده او ويلي یې دي چي د تجارت او کاروبار په اړه د پاليسۍ جوړولو په وخت باید د خصوصي سکټور سره مشاورت باوري کړی شي.

څېړونکي وایي صنعتونو ته د ودې ورکولو په لاره کې لوی خنډ د توانایۍ کمی دی، چې په دې به حکومت ته قابو موندل وي.

د څېړونکو وینا ده چې د ملکي اقتصادي پیاوړي کولو لپاره حکومت صنعتي اصلاحاتو ته اړتیا لري اؤ په دې اړه باید حکومت او مخالف ګوندونه په ګډه کار وکړي.

وزیراعظم شهباز شریف د سوداګرۍ په اړه راجوړې شوې غونډه کې تجارت ته د ودې ورکولو لپاره د یوې جامع پالیسۍ په اهمیت ټینګار کړی او په دې اړه یې د غیر روایتي شیانو د سوداګرۍ د سیوا کولو وینا کړې ده.

د پاکستان روایتې محصولات کې پونبه، کپړه او وريجې او په غیر روایتي محصولاتو کې د انجینرنګ سامان، ټریکټرې او ځینې میوې شاملی دي.

د وزیراعظم شهباز شریف دغه هدایات په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پاکستان د خپل اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره یو ځل بیا د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه د پور تر لاسه کولو په هڅه کې دی.

د اقتصادی چارو کار پوهه سجاد احمد وایي، که مونږ په راتلونکې وخت کې د اقتصادي بحران څخه د ځان ژغورلو هڅه وکړو او هغه ګامونه پورته کړو چې زمونږ معیشت په خپلو پښو ودرولی شي، او مونږ خپل صنعتي پر مختګ لپاره اصلاحات وکړو نو مونږ د مشکل وخت څخه ځان بچ کولی شو.

هغه وایي "د دې لپاره باید حکومتې او مخالف ګوندونه یوځاي شي چې په اقتصادي معاملو به سیاسي پریکړې نه کوي او دغه پرېکړې دې بیا عملي هم کړی شي".

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د شماریاتو د ادارې بیورو اف سټیټسټکس لخوا د خپرو شوؤ مالوماتو له مخې، د اپریل په میاشت کې سوداګریز توازن (د صادراتو او وارداتو توپیر) کې په کلنۍ توګه 180.58 فیصده او د میاشتې په کچه 3.16 فیصده زیاتوالی لیدل شوی.

څیړونکې وايي د خوښې تر مخه‌ اهدافو ته رسیدل د بیلابیلو ګامونو، لکه ارزانې توانایۍ ته لاسرسی او د صادراتو رعایتونو ختمولو سره تړلي دي چې د حکومت لپاره په داسې حال کې ممکنه نه ده چې د نړیوال مالیاتی فنډ سره یوځل بیا د پور تر لاسه کولو لپاره خبرې روانې دي.

د فیډریش اف پاکستان چیمبر اف کامرس پخوانی مشر انجنیر دارو خان ډيوه ته وایي،د صادراتو په اړه لویې ستونزې، د بجلۍ، ګیس او تیلو زیات نرخونه دي چې له امله شیان په ډیر ګران قیمت جوړیږي.

د انجنیر دارو خان په خبره "مونږ نشو کولی چې د نورو هیوادونو په مقابله کې نړۍ ته په ارزانه نرخ شیان ورکړو ، تر ټولو وړاندې به صنعتونو لپاره په ارزانه نرخ د بجلۍ او ګیس ورکولو ته پام ګرځول وي".

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پخپله پنځه کلنۍ ستراتجۍ کې تر 2028 م کال پورې خپل صادرات تر 100 بلیونو ډالرو پوې د زیاتولو هدف ټاکلی دی خو نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اټکل کړی چې د پاکستان صادرات به د مالي کال 28 پورې 39.46 بلیونه ډالرو ته په معمولي توګه وده وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG