د پاکستان د بلوچستان صوبې په لورالايي سيمه کې درې ورځې وړاندې د وژل شوي یو تن په اړه وېل کېږي چې هغه د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو کمانډر و.
د لورالايي د پوليس چارواکو په وينا، درې ورځې وړاندې، د اګست په 18مه نوې سبزي منډۍ سیمه کې يو تن په ډزو وژل شوی وو او په تفتيش کې نوم برات خان عرف غفار معلوم شوی دی.
د پوليس ډي ايس پي کليم الله د ټيليفون د لارې وي او اې ډيوه ته وويل، "هغه په سبزي منډۍ کې د سبزۍ له دوکان څخه سبزي اخيستله چې پر دې وخت موټر سايکل سورو پر هغه ډزې کړي او بريد ګر په تېښته کې بريالي شوي دي، د وژل شوي تن مړی يې دلته په لورالايي ناصر آباد هديره کې خاورو ته سپارلی".
يو بل پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ډيوه ته وويل،"په لومړيو پلټنو او د ټولنيزو رسنيو له لارې معلومه شوې چې وژل شوی تن برات خان د افغان د پوځ پخوانی قوماندان وو، چې په لورالايي کې يې خلکو ته ځان د غفار په نامه معرفي کړی وو.
د ډي ايس پي کليم الله په وينا، "د پېښې پر وخت په سبزي منډۍ کې موجود خلکو په خبره، بريدګرو تر بريد لومړۍ د برات نوم ياد کړ او بيا يې په توپانچه ډزې وکړې، په سینه کې د دوو مرمیو د لګېدو له امله هغه ځای پر ځای مړ شوی".
د نوموړي په خبره، برات خان له خپل تره، ورور او نورو خپلوانو سره اوسېده او دلته يې يو د سبزيو دوکان يا پلورنځی خلاص کړی وو، د نورو وروځو په څېر دغه ورځ هم برات د خپل دوکان لپاره سبزي رواړه چې په سبزي منډۍ کې ووژل شو.
هغه وويل، د برات خان د قتل مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد د پوليس په مدعيت کې درج کړې ده. "د برات کورنۍ مقدمه نه درج کوله، دوی مونږ ته ويلي چې دلته له چا سره دښمني نه لري، ښيي چې په افغانستان کې د دوی قبايلي شخړې شته، ښيي دا هم د هغه نتيجه وي، خو موږ په دې اړه نور تفصيل نه لرو".
وي او اې ډيوه د پېښې په اړه د برات خان له کورنۍ سره خبرو کولو هڅه وکړه خو بريالي نه شوو.
د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز پخواني مرستیال سمیع سادات په خپله فيس بک پاڼه ليکلي، "ډیر په خواشینۍ سره میېخبر تر لاسه کړ، چی زما ملګری او د وطن با عزته مبارز قومندان صاحب برات نن سهار کوټه پاکستان کې د طالبانو د تروریستي برید له کبله شهید کړای شوی، الله تعالا دې شهادت قبول کړه غچ دې اخلم وروره، د پاکستان پر حکومت ږغ کوم چی د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په امنیت کې په دې هیواد کی توجه وکړي."
په دې اړه د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.
دا په بلوچستان کې د دغه ډول لومړۍ پېښه نه ده. د 2022م کال د اکتوبر په میاشت کې د کوټې په مشرقي بای پاس سیمه کې نامعلومو وسله والو عبدالصمد اڅکزي نومې تن په ډزو ووژلو چې وروسته يې شناخت د افغان پولیسو د پخوانی قومندان په حېث شوی وو. هغه وخت ويل شوي وو چې نوموړى د افغانستان د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د پوليس پخوانى قوماندان پاته شوی وو.
Forum