د امریکې په ګډون د نړۍ بېلابېلاو هېوادونو د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت (ای سي سي) له لوري د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع د پخواني وزیر یواو ګېلانټ او د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد ضیف ابراهیم المصري د نیولو د حکم په اړه مختلف نظرونه څرګند کړي دي.
د امریکې صدر جوبایډڼ د اسرایلي مشرانو د نیولو لپاره د ای سي سي امر زیاتی بللی دی او په یو بیان کې یې ویلي دي، "د ای سي سي مطلب چې هر څه وي، د اسرایل او حماس تر منځ هیڅ ډول برابري نه شته. موږ به همېشه له اسرایل سره د هغه امنیت ته د ګواښونو خلاف درېږو".
اسرايل او د هغه ملګرو هېوادونو دا پرېکړه غندلې ده خو د ترکیې په ګډون ځینو نورو هېوادونو او د بشري حقونو ادارو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د عدالت د حکم له مخې به د دغو اسرایلي مشرانو ګرځېدل محدودېږي او که دوی د جرمونو د نړیوال عدالت له 124 غړو هېوادونو څخه یوه ته هم سفر وکړي، د نیول کېدو له خطر سره به مخامخ شي.
د اسرايل وزیراعظم نتنیاهو د عدالت له پرېکړې وروسته د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته په یو ویدويي پیغام کې وویل، "د اسرایل په ضد هیڅ ظالمانه پرېکړه به موږ او ما په هېڅ ډول د خپل هېواد له دفاع را ونه ګرځوي. موږ به فشار ته تسلیم نه شو".
د امریکې د ملي امنیت د شورا یو ویاند وویل، امریکا د جرمونو د نړیوال عدالت پرېکړه ردوي او وایي "موږ د نیولو د حکم په خپرولو کې د پراسیکیوټر [څارنوال] د بیړې او په اندېښمنوونکي بهیر کې د تېروتنو په اړه ژوره اندېښنه لرو".
د ایورپي اتحاد د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل په اردن کې د خپل سفر په مهال وویل، "دا یوه سیاسي پرېکړه نه ده. دا د عدالت پرېکړه ده. د انصاف د نړیوال عدالت پرېکړه او باید د عدالت د پرېکړې درناوی وشي او عملي شي".
د ایټلي د دفاع وزیر ګایډو کروسیټو وویل، که نتنیاهو، ګېلانټ او د حماس مشر ایټلي ته سفر وکړي وبه یې نیسي، خو هغه دا خبره وکړه چې فکر کوي د جرمونو نړیوال عدالت "غلط" دی چې نتنیاهو او حماس یې سره برابر کړي دي.
د سپېن دویمې مرستیالې صدرې او د کار وزیرې یولانډو ډیاز د جرمونو د نړیوال عدالت د پریکړې هرکلی کړی او وایي چې مېډریډ د عدالت پلوي کوي. مېرمن ډیاز پر خپله ایکس لیکلي، "تل د عدالت او نړیوال قانون په خوا کې یو، د فلسطین د خلکو نسل وژنه بې سزا نه شي پاته کېدای".
د ارجنټاین صدر خاویر مایلي پر خپل ایکس له دغې پرېکړې سره "ژور اختلاف" څرګند کړی او وایي عدالت "د حماس او حزب الله په څېر ترهګرو تنظیمونو د دوامدارو بریدونو خلاف د خپلې دفاع لپاره د اسرايل قانوني حق له پامه غورځولی دی".
د ترکیې د قانون وزیر یلماز تونچ پر خپل ایکس لیکلي، "لږ په ځنډ ده خو مثبته پرېکړه ده چې وینې تویول ودروي او په فلسطین کې نسل وژنه بنده کړي". د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم بیا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او "ډېر مهم ګام" یې بللی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو زویر سپېن بارټ ایډي وایي، "دا مهمه ده چې د انصاف نړیوال عدالت خپلې چارې په معقول ډول تر سره کړي. زه ډاډه یم عدالت به دا مقدمه د اعلی منصفانه معیارونه په بنیاد چلوي".
د سویډین د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمراستنرګار وویل، "سویډن او یورپي اتحاد د عدالت د کار د ارزښت ملاتړ کوي او د خپلواکۍ او تمامیت ساتنه به یې کوي".
د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم وویل، "دا د انصاف خواته یو مهم ګام دی او کولای شي په بشپړ ډول د اغېزمنو تاوان ورکولو ته لاره هواره کړي، خو که د نړۍ هېوادونه یې په ټولو امکاناتو سره ملاتړ ونه کړي، یوه محدوده او علامتي پرېکړه به وي".
د فلسطین خپلواکې ادارې د جرمونو د نړیوال عدالت غړي هڅولي چې له نتنیاهو او ګېلانټ سره د اړیکو او غونډو د بایکاټ پالیسي عملي کړي او وایي "د جرمونو د نړیوال عدالت پرېکړې امید او په نړیوال قانون او ادارو باندې باور پیدا کړ".
د ایمنیسټي انټرنېشنل عمومي مشر اګینس ګېلیمرډ وویل، وزیراعظم نتنیاهو اوس په رسمي ډول یو مطلوب کس دی:
"د جرمونو د نړیوال عدالت ملکونه او ټوله نړیواله ټولنه باید تر هغه ارام نه شي چې تر څو پورې دا کسان د انصاف د نړیوال عدالت د خپلواکو او بې طرفو قاضیانو مخې ته وړاندې شوي نه وي".
د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ویلي دي، "د اسرايل د مشرانو او حماس د چارواکو د نیولو په اړه د انصاف د نړیوال عدالت پرېکړې هغه درک ختم کړ چې ځینې مشخص افراد د قانون [له منګولو] لرې دي".
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum