لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریاله: "د افغانستان او طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه څه پلان لرئ؟" ټرمپ: "ستا په خبره پوه نه شوم"


د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ هغه جواب پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غبرګون را پارولی چې په خبري غونډه کې یې د افغانستان او د طالبانو د راتلونکي په اړه د یوې افغانې خبریالې پوښتنې ته د جواب پر ځای هغې ته وویل، چې دی یې په خبرو پوه نه شو.

د فرورۍ پر څلورمه صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره ګډې خبري غونډې ته د غزې د جګړې، روانې ډزبندۍ او د فلسطینیانو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې او وروسته یې د خبریالانو پوښتنو ته جوابونه ویل چې تر ډېره د غزې او منځني ختیځ په اړه وې.

خو په دې منځ کې یوې افغانې خبریالې نذیره کریمي له صدر ټرمپ څخه پوښتنه پیل کړه، که څه هم چې مایک هغې ته ژر ونه رسېد او د پوښتنې لومړۍ برخه یې وانه ورېدل شوه خو نورې خبرې یې څرګندې وې، هغې ټرمپ ته وویل:

"افغانې ځورېدلې ښځې له تا ډېرې تمې لري. ایا تاسو د افغانستان د حالت بدلولو لپاره کوم پلان لرئ؟ ایا تاسو به طالبان په رسمیت وپېژنئ، د افغانستان په اړه څه تبصره لرئ؟ د افغانستان لپاره ستاسو راتلونکی پلان څه دی؟".

که څه هم مېرمن کریمي په خپلو خبرو کې ځان ور وپېژانده او ویې ویل چې د افغانستان ده او افغانه خبریاله ده او پوښتنه یې هم په صفا انګرېزي کې وه، خو ټرمپ لومړی ورته وویل چې ته د کوم ځای یې؟ او بیا یې داسې جواب ورکړ:

"چې ریښتیا خبره شي ستا ډېر ښکلی ږغ او ډېره ښکلې لهجه ده، خو یواځینۍ ستونځه دا ده چې زه ستا په خبرو هیڅ پوه نه شوم، زه به تش دومره ووایم چې نېکمرغه اوسئ او په امن کې و اوسئ".

صدر ټرمپ له دې جواب سره سم بل خبریال ته د پوښتنې وار ورکړ او له افغانې خبریالې یې ونه غوښتل چې خپله پوښتنه بیرته له سره او داسې "واضح" وکړي چې دی پرې پوه شي خو پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو ویلي چې هغه قصداً دې پوښتنې ته له جواب ویلو ډډه کړې ده.

د هایده په نوم یوې افغانې ټولنیزې کارمندې هایده پر خپل ایکس نذیره کریمي ته د صدر ټرمپ جواب "د کلتوري بې حسۍ" او د نړۍ د یو لوی هېواد د ولسمشر د افغانستان "ردوونکي چلند" یو ژوندی مثال بللی دی. مېرمن هایده لیکلي:

"یوې افغانې خبریالې ته د ټرمپ دا جواب چې 'زه ستا په خبرو نه پوهېږم' یواځې د ژبې په اړه نه وو، بلکې د دې نخښه وه چې هغه څنګه نه د افغانستان غږ اوري، نه پرې پوهیږي او نه یې پروا کوي".

له نتنیاهو سره په خبري غونډه کې اکثرو خبریالانو له غزې او منځني ختیځ سره تړلې پوښتنې کولې، صدر ټرمپ له همدې کبله شاید قصداً د افغانستان په اړه پوښتنې ته د جواب دا موقع مناسبه نه بلله، خو یو خبریال چې د اوکراین او روس د جګړې په اړه پوښتنه وکړه هغه ته یې هم وویل چې نه غواړي له نتنیاهو سره د دې خبري غونډې وخت پر بله موضوع ضایع کړي خو هغه ته یې بیا هم تفصیلي جواب ورکړ.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې له ټرمپ څخه پوښتونکې افغانه خبریاله نذیره کریمي دا وخت له کومې رسنۍ سره کار کوي، خو د نصیر اماني په نوم د بشري حقونو یوه افغان فعال پر خپل ایکس لیکلي چې هغه له ډېرو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي:

"مېرمن نذیره له یوه امریکایي سره واده کړی او اوس یوه افغانه امریکایي شهري ده. هغه په انګرېزي ژبه روانې خبرې کوي. کله چې هغه په ژړغوني غږ له ډانلډ ټرمپ څخه د افغان ښځو د حقونو په اړه پوښتنه کوي، د هغه غبرګون د توقع خلاف او په زړه پورې دی".

د جنورۍ په 20مه په دویم وار له واکمنۍ تر لاسه کولو وروسته صدر ټرمپ په خپله صدارتي وینا کې لږ و ډېر پر خپله کورنۍ او بهرنۍ تګلاره خبرې وکړې او د لوړې له مراسمو وروسته یې یو شمېر صدارتي فرمانونه دسختط کړل، خو د افغانستان په اړه یې تر اوسه کومه څرګنده پالیسي نه ده اعلان کړې.

د جنورۍ په 20مه د صدارت له سوګند کولو یوه ورځ مخکې ټرمپ وویل، د جوبایډن حکومت "دښمن" ته د پوځي وسیلو لویه برخه پرېیښې ده. وایي په راتلونکي وخت کې له افغانستان سره د امریکا تګلاره امریکې ته د دغو وسلو په په ستنېدو پورې تړلې ده، خو د طالبانو حکومت یې دا غوښتنه په کلکه رد کړې او وایي دا وسلې به کله هم امریکا ته بیرته ونه سپاري.

له طالبانو سره د دوحې تړون د ټرمپ لومړني حکومت د 2020م کال د فرورۍ په 29مه لاسلیک کړ، چې په بنیاد به یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو په نتیجه کې یو نوی حکومت جوړېده خو طالبانو د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې د 2021م کال په اګست کې د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول.

په تېرو څه باندې درو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نه یواځې یې تر شپږم ټولګي پورته بیا تر پوهنتون او طبي کالجونو پورې نجونې له تعلیمه منع کړې دي، بلکې ښځې یې هم په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې او ولسي ځایونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د نورو نړیوالو ادارو، ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو په ګډون د امریکې د مخکیني صدر جوبایډن حکومت هم د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د طالبانو پر اقداماتو اندېښنې څرګندې کړې او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حق نه ورکولو له کبله یې د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ټرمپ حکومت لا په دې اړه خپله پالیسي نه ده څرګنده کړې.

د افغانستان لپاره د امریکې د مرستو څارونکې ادارې سیګار ویلي، طالبان د دې هیواد لپاره د اربونو ډالرو شتمنۍ قانوني حق نه لري ځکه چې وایي امریکا د دوی حکومت په رسميت نه پېژني او مشران یې تر بندیزونو لاندې دي. طالبانو وایي دا خبره ورته د منلو نه ده.

سیګار د جنورۍ په 31م په خپل وروستي درې میاشتني رپوټ کې ویلي، کېدای شي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره او کانګرس وغواړي د افغانستان لپاره ځانګړي شوي تقریباً څلور ارب ډالر د امریکې د حکومت "نظارت او کنټرول" ته بیرته راستانه کړي.

په 2022م کال کې امریکا د افغانستان د مرکزي بېنک په شتمنیو کې 3.5 ملیارد ډالر چې مخکې په امریکا کې کنګل شوي وو د افغان ولس لپاره یا د افغان شتمنۍ لپاره د سویس فنډ ته ولېږل. د سیګار په وینا، فنډ له هغه وخته راهیسې د جمعې شوې ګټې یا سود له کبله څلور ارب ډالرو ته لوړ شوی دی

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG