لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي کوریا پلټونکو مواخذه شوي صدر یون نیولي دي


د جنوبي کوریا چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ صدر یون سوک یول نیولی دی. د پلټونکو په وینا، هغه د دسمبر په ۳مه د نظامي قانون/مارشل لا د اعلان په تړاو د بغاوت په تور نیول شوی دی.

یوه موټریز کاروان د هغه د غونډۍ په سر د کور څخه د وتلو پر مهال ولیدل شو، چېرې چې یون د څو اونیو نه د اغزن تارونو او د شخصي امنیتي ځواکونو د یوې کوچنۍ ډلې تر شا پټ و.

د سهار وختي د هغه ځای نه د ۳۰۰۰ نه زیات پولیس او د کرپشن ضد پلټونکي راټول شوې وه، چې د یون د نیولو هڅې یې کولې. چرې چې د پېپلز پاور پارټۍ پلویانو او د یون ملاتړو د دې هڅو پر وړاندې مظاهره کوله.

د یون وکیلانو ادعا کړې چې د هغه د نیولو هڅې غیر قانوني دي او هدف یې یوازې د هغه سپکاوی کول دي. هغه نیول د جنوبي کوریا د یو صدر لپاره لومړی ځل دی چې یې د نیولو امر ورکول کېږي.

څنګه چې ځايي رسنۍ راپور ورکړو چې د یون نیول ژر ترسره کېدونکی دی، د یون د ملاتړ کوونکو او پولیسو ترمنځ په سیمه کې ځینې کوچنۍ شخړې رامنځته شوې.

ځایی خبري ادارو راپور ورکړی چې د یون نیول به ډیر زر راشي ، د رویټرز د عیني شاهد په وینا ، د استوګنې سره نږدې د یون پلوه لاریون کونکو او پولیسو ترمینځ ځینې وړې نښتې هم رامینځته شوې دي.

د یون د مارشل لا اعلان د جنوبي کوریا خلک حیران کړې ول چې د آسیا یو له متحرک جمهوریت نه یې د سیاسي ناکرارۍ په بې ساري دوره کې ډوب کړو. قانون جوړونکو د دسمبر په 14 د یون مواخذه کولو او هغه له دندو لیرې کولو لپاره رایه ورکړې وه.

په جلا توګه، د اساسي قانون عدالت د دې مواخذې د ساتلو او د تل لپاره له دندې لرې کولو په اړه غور کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG