لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د رزمک په بازار کې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي، 19 ژوبل دي


د رزمک پوليس تاڼې چارواکي وايي، د لومړو معلوماتو له مخې دا ځانمرګی بريد نن د 26م اګست په غرمه په رزمک بازار کې شوی دی
د رزمک پوليس تاڼې چارواکي وايي، د لومړو معلوماتو له مخې دا ځانمرګی بريد نن د 26م اګست په غرمه په رزمک بازار کې شوی دی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان په رزمک بازار کې ځانمرګی بريد شوی، چارواکي په بريد کې د څلوروکسانو وژنه او 19 ټپي کېدل تاييدوي.

د رزمک پوليس تاڼې چارواکي وايي، د لومړو معلوماتو له مخې دا ځانمرګی بريد نن د 26م اګست په غرمه په رزمک بازار کې شوی دی.

پوليس سرچینې وايي، د لومړو معلوماتو له مخې د ځانمرګي هدف د (ګوډ طالبانو قادر ګربز ګروپ) کمانډر عثمان وو.

ابراهيم نومې تن د پېښې په اړه وي او اې ډيوه ته وويل، په بازار کې ګڼه ګوڼه وي، رېړۍ لګېدلې وي، په دغه ګڼه ګوڼه کې ناڅاپه درز شو، چاودنه وشوه، او بيا چاپېره خلک په وينو کې لړلي پراته وو.

يو بل تن، جان شاه وايي، د چاودنې په وخت توره تیاره جوړه شوه او د چاودنې سره سم خلکو په خپله مړي او ژوبل روغتون ته منتقل کړل.

د رزمک روغتون چارواکو وي او اې ډيوه ته وویل، روغتون ته څلور مړي چې په اور سوځېدلي، او 19 ټپيان ور وړل شوي دي.

د چارواکو په وينا، په ټپيانو کې د شپږو روغتيايي حالت سخت وو، هغوی د ميرانشا او بنو روغتونونو ته لېږل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې، او نه د پاکستان پوځ تراوسه پورې په دې اړه څه ويلي دي.
د شمالي وزيرستان د ميرانشا اسټنټ کمشنر خالد عمران په پېښه کې د مرګ ژوبلو تاييد کړی دی. هغه وويل، په کوم ځای کې چې چاودنه شوې، دغلته عام خواريکښ او مزدورکار خلک موجود وو او عام خلک پکې په هدف شوي دي.

هغه وویل، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او ټوله علاقه یې په ګېره کې اخستې ده.

کمانډر عثمان څوک دی؟

کمانډر عثمان چې د ليوني په نوم هم يادېږي، د طالبانو د قادر ګربز ګروپ کمانډر دی، هغه د ګوډ يا ښه طالبانو په نوم هم ياديږي، ويل کيږي په بنو کې دفتر لري او فعاليتونه یې په افغانستان کې وي.

په بنو کې د تازه ولسي پاڅون وروسته ويل کيږي، قادر ګروپ او کمانډران یې د دغه علاقې څخه وتلي دي.
په شمالي وزيرستان کې دا ځانمرګی بريد په داسې وخت کې شوی، چې پرون په 25م اګست په ميرعلي کې ولسي پاڅون شوی، په ولسي پاڅون کې د امنيت د ټينګښت غوښتنه شوې وه.

په ولسي پاڅون کې ويل شوي، د سيمې خلک نور په خپله علاقه جنګونه نه غواړي او که څوک جنګونه غواړي، بايد چې ځان ته د جنګ بل مېدان ولټوي.

خو د ياد ولسي پاڅون سمدست وروسته هم د ميرعلي په عيدک کې نامعلومو وسله والو په ډزو يو تن وژلی دی.
پاڅون والو ويلي، کوم تن چې وژل شوی دا ځوان هلک وو او پاڅون ته راغلی چې بیرته تلو په هدف کړل شوی دی.

د ميرعلي پوليسو په وینا وژل شوی ځوان نېک زلي نومېدو په علاقه کې ټېلر ماسټر يا درزي وو، کورنۍ يې ويلي، د چا سره یې دښمني نه وه، او پوليسو د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG