لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ټانک: د بېټني قبیلې مخور قامي مشر ټېکېدار صابر د وسله والو برید کې وژل شوی


د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې د بیټني قبيلې مخور قامي مشر او مشهور ټېکېدار صابر بیټني د ډیره اسماعیل خان په مرکزي بازار کې د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی.

‎پولیس وايي د پېښې ځای نه یې شواهد تر لاسه کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د صدر تاڼې چارواکي وايي د نوموړي په ګاډي تېره ورځ نامالوم کسان ډزې کړې او ډزو په نتیجه کې څلور مرمۍ د هغه په سر لګېدلې خو د وسله والو په ډزو کې ګاډي ته زیان نه دې رسېدلی.

د دوی وینا ده دا د هدفي وژنې پېښه ده او دې نه وړاندې وژل شوی قامي مشر د وسله والو لخوا د ګواښونو سره مخ وو.

‎د صدر تاڼې د چارواکو وینا ده د پېښې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي پولیسو ته لیږل کیږي.

د وژل شوي ټېکېدار صابر بیټني زوی سید بادشاه ډيوه ته ویلي دوی د چا سره شخصي دښمني نه لري خو دې نه وړاندې د دوی کور په بمونو الوځول شوی ؤ.

هغه وایي مخکې له دوی څخه یو ګاډی وسله والو تښتولی وو خو دوی په خپله او ډرایور له دوی نه تښتېدلي وو. او قلنګ غوښتنې کالونه هم دوی ته راغلي وو. او په دې صورتحال یې حکومتي چارواکي خبر کړي وو.

قامي مشر لایق زاده وویل دا پېښه نه يوازې د يو فرد وژنه، بلکې د ټول بېتني قام لپاره يوه ستره غميزه ده، چې په سيمه کې د امنيتي وضعيت خرابوالی او د حکومتي واک نشتوالی په ګوته کوي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دا د ټانک نه وروسته دوهمه ضلعه ده چرته چې د حکومت واک ورځ په ورځ کمزوری کیږي چې له وجې یې خلک سخت اندېښمن دي.

د هغه وینا ده چې صابر بیټني نه یوازې یو لویې ڼېکېدار او قومي مشر و، بلکې د خپلې سیمې د خلکو لپاره د هیلو څرک هم و.

د نوموړي په وینا هغه د سلګونو یتیمانو او کونډو کفالت کوونکی و او د هغه بې رحمه وژنه پر دغو مستحقینو بده اغیزه کړې ده، ځکه چې اوس به څوک د دوی ضروریات پوره کوي؟

ملک میرام شاه وايي صابر بیټنی هم د بیټنی قوم یو قومی مشر و او په هره جرګه کې به یې شتون له داسې قوي دلیل سره و چې هیڅا به نه شو ردولای.

هغه وویل نن ټوله قبيله له خپل قومي مشر څخه محرومه شوې ده.

‎مدني فعال فهد خان وايي که څه هم صابر بیټني پخپله لوستي نه و خو د خپلو اولادونو تر څنګ یې د نورو بې وزلو ماشومانو تعلیم ته هم پام کاوه او هغه تل د سیمې د ټولنیزو او زده کونکو سازمانونو په مالي ملاتړ کې مخکې ولاړ و.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG