لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم پوله په دریمه ورځ هم تړلې پرته ده


ملاخیله زیاتوي دواپس تلو پېسې ورسره هم نیشته دمجبورۍ له وجې په دې تمه ناسته ده چې پاکستاني چارواکي به ورته اجازه ورکړي.
ملاخیله زیاتوي دواپس تلو پېسې ورسره هم نیشته دمجبورۍ له وجې په دې تمه ناسته ده چې پاکستاني چارواکي به ورته اجازه ورکړي.

د پاکستان او افغانستان په تورخم پوله دپاکستان حکومت لخوا دویزو شرط لازمي کولو لپاره دپولې سنهبالښت نظام پرځاې کولو په دریمه ورځ هم په زرګونو پښتانه د سختو ستونزو سره مخ وو.

دډیوه ریډیو خبریالان دپولې ددواړو خواو څخه خپلورپورټو کې وايي د زرګونو په شمیرکې ناروغان، ښځې او ماشومان د تورخم په پوله پورې وتو لپاره په انتظار دي .دغه خلک ډیرزیات پریشانه دي او ددواړو حکومتونو نه غوښتنې کوي باېد زر تر زره دې د دغه ستونزې څه حل اولټوي.

پاکستان کې په قانوني توګه پاتې کېدو لپاره د افغان کډوالو سره (پي او ار) یا پروف اف رجسټریشن نومې کارډ ضرورې دی خو ځېنې افغان کډوالو ډیوه ریډیو ته وېلي دي دوي دپاکستان نه افغانستان ته ځکه نه اوړي چې په پوله ورته بیا امنیتي چارواکي بیرته دراتلو اجازه نه ورکوي.

دپولې بل خوا (افغانستان)ته دملاخیلې په نوم یوه ښځه ډیوه ته وایي مریضه ده، پاکستان ته د ډاکټر نه علاج لپاره دګیټ د مامورينو لخوا داجازې په انتظارده خو په دریمه ورځ ورته هم اجازه ورنکړی شوه. ملاخیله زیاتوي دواپس تلو پېسې ورسره هم نیشته دمجبورۍ له وجې په دې تمه ناسته ده چې پاکستاني چارواکي به ورته اجازه ورکړي.

ددې ترڅنگ دواړو خواو ته دزرگونوپه شمیرکې هغه ټرانسپورټران هم ولاړدي چې افغانستان او پاکستان ته د کاروباریانو تجارتي مالونو رسولو لپاره داجازت په انتظار دي.

دډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت دافغانستان د سرحدي او قبائلي چارو مرستیال وزیر عبدالغفور لیوال ویلي په تورخم پولې دواړوخواو ته د اوسیدونکو خلکو د اسنادو د څارنې یا چیک نظام د بشري او نړيوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

افغانستان وايي د طالبانو د مشر ملا اختر منصور دمړیني وروستو په پاکستان فشار زیات شوی او اوس غواړي د وېزې شرط په نوم نوې بحث راجوړ کړي چې دنړۍ پام داصل خبرې نه واړوي.

خو د پاکستان حکومت دریځ لري د وېزې چیک کولو نظام ېی د پولې امنیت په خاطر اوچت کړېدې. چې دغه شان د ترهګرو د تګ راتګ مخه اونېسي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG