لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دغوړو اؤ خوراکي تېلو دکمښت ویره ښودل شوې


د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د توک کاروباري عابد حسین ډیوه سره خبرو کې ویره څرګنده کړې چی د خام مال د کمي په وجه په راتلونکي وخت کې د خوراکي توکو کمی راتلی شي او ددې په بیعو کې به نوره هم اضافه هم وشي
د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د توک کاروباري عابد حسین ډیوه سره خبرو کې ویره څرګنده کړې چی د خام مال د کمي په وجه په راتلونکي وخت کې د خوراکي توکو کمی راتلی شي او ددې په بیعو کې به نوره هم اضافه هم وشي

د پاکستان د غوړو او خوراکي تیلو اتحادیې ویره ښودلې ده چې راتلونکو دوو میاشتو کې دهیواد دننه غوړو او خوراکي تیلو کموت رامنځته کیدای شي اؤ د مرکزي بینک څخه غوښتنه کړې ده چې د کراچۍ په بندر پروت د خوراکي تیلو او غوړو دخام مال د پرانستو اجازه دې ورکړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د توک کاروباریان وایي د کراچۍ بندر ته خوراکي توکي رارسیدلي خو د ایل سیز د نه پرانستل کیدو په وجه په مارکیټ کې د غوړو او خوراکي تیلو بیعې زیاتیږي.

اقتصادي پوهان وایي د مرکزي بینک څخه د ډالرو د کمي په وجه خام مال متاثره کیږي چې له وجې یې په پاکستان کې صنعتي پیداوار هم اغیزمن شوی او بې روزګاري سېوا کیږي.

د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د توک کاروباري عابد حسین ډیوه سره خبرو کې ویره څرګنده کړې چی د خام مال د کمي په وجه په راتلونکي وخت کې د خوراکي توکو کمی راتلی شي او ددې په بیعو کې به نوره هم اضافه هم وشي.

هغه وایي دملایشیا نه به د غوړو او تیلو خام مال راتلو چې هغه اوس بند شوی او قیمتونه یې هم زیات شوي، د غوړو بیعې د وړاندې نه زیاتې شوي او امکان لري ددې بیعې د 500 نه سيوا شي.

"د کراچی په بندر د خام مال او خوراکي شیانو کنټینرې ولاړې دي خو د ډالرو د نشتوالي په وجه د هغې اجازه نه ورکول کیږي او خوراکي شیان خرابیدو ته روان دي او درامدات هم بند دي نو په مارکیټ کې کمی راغلی دی او امکان لري د غوړو کارخانې هم بندې شي"

سوداګر وایي په مارکیټ کې د وړاندې نه د اوړو او غوړو قیمتونه زیات شوي او کاروباریان هم تاوان سره مخ دي.

ډان ورځپاڼه وایي د پاکستان د غوړو او خوراکي تیلو د صنعتونو اتحادیې مرکزي بینک نه د لیک دلارې غوښتنه کړې ده چې د کراچۍ په بندر بن قاسم دې د 3 لکه او 58 زره ټنه صنعتي خام مال د پرانستو دپاره دې د بینکو نه د ډالرو اجازه ورکړي.

مرکزي بینک تیره میاشت د دسمبر په 27 نیټه د خوراکي تیلو خام مال په هغه نوملړ کې شامل کړی د کومو په ایل سیز پرانستلو چې بندیزونه نشته .

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د مرکزي بینک څخه د ډالرو کمی دی او نه شي کولی چې د درامدي شیانو دپاره ایل سیز پرانزي.

هغه وایي حکومت هڅې کوي او امید څرګندیږي چې د سعودی عرب له لوري پاکستان په فوري توګه 3 اربه ډالره ترلاسه شي.

طاهر امین وایي د خام مال دکمي له وجې په پاکستان کې په صنعتی پیداوار منفي اغیزې کیږي.

"د درامدی خام مال د نشت والی له وجی د پاکستان صنعتی څانګه متاثره کیږی د ګاډو او موبایلو او نوری صنعتونه بند شوی ځکه چی خام مال د بهر نه نه راځی او هغی سره بی روزګاری زیاتیږی"

د پاکستان د غوړو د صنعت د اتحادیې وینا ده د خوراکي خام تیلو په بیعو کې 1000 روپۍ او د غوړو یو کلو بيعه کې 25روپۍ اضافه شوې ده او راتلونکي کې د 20 روپو پورې یو کلو کې دنورې اضافې امکان دی .

د اتحادیې وینا ده په پاکستان کی 90 فیصده خوراکي تیل د بهر نه درامد کیږي او هر کال 4.5 ملينه ټنه د ملک ضرورت دی.

د شمیرنې اداره وایي د ګرانۍ رفتار 24.5فیصدي دی خو په دې د کنټرول ساتلو دپاره مرکزي بینک د سود کچه 16 فیصدي ته زیاته کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG