لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت ټرمپ ته اجازت ورکړو چې فلمي اداکارې ته د پېسو ورکولو مقدمه د ختمولو خواست کولی شي


د نومبر د پېنځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ټرمب د بریا وروسته د نیویارک عدالت هغه ته اجازت ورکړو چې د مقدمې د ختمولو خواست کولی شي
د نومبر د پېنځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ټرمب د بریا وروسته د نیویارک عدالت هغه ته اجازت ورکړو چې د مقدمې د ختمولو خواست کولی شي

د امریکې په نیویارک ښار کې یو عدالت صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ته د جمعې په ورځ اجازت ورکړو چې د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو ورکولو مقدمه د ختمولو خواست وکړي. په دې مقدمه کې ټرمپ ته په ۳۴ مادو سزا اورول شوې ده.

د نومبر د پېنځمې نېټې په صدارتي انتخاب کې د ټرمب د بریا وروسته د نیویارک عدالت هغه ته اجازت ورکړو چې د مقدمې د ختمولو خواست کولی شي.

د نیویارک سټېټ سپریم کورټ جج جسټس هوان مرچن په رسمي ډول د ټرمپ سزا وځنډوله. ټاکل شوې وه چې د اینده نهې، سه شنبې، په ورځ به هغه ته سزا ورکړی کېده.

د مېنهټن د سرکاري وکیل الوېن برېګز دفتر دا هفته غوښتنه کړې وه چې د ۷۸ کلن ټرمپ خلاف قانوني اقدامات دې د هغه د صدارت څلور کلنه دوره د ختمېدو پورې وځنډول شي. هغه به د صدارت د دویمې دورې سوګند د جنورۍ په شلمه نېټه پورته کوي.

د ټرمپ د وکیلانو دا دلیل و چې که چېرې دا مقدمې د ټرمپ په سر ځوړندې نو په حکومت کولو کې به يې هغه غېراییني خنډان راپېدا کېږي.

د برېګز دفتر وویل د ټرمپ د مقدمې د ختمېدو مخالفت به کوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د جمعې په ورځ د عدالت جج مرچن ټرمپ ته د ډسمبر تر دویمې نېټې وخت ورکړو چې د هغه په ضد مقدمې د ختمولو دپاره درخواست جمع کړي. سرکاري وکیلانو ته د ډسمبر تر نهمې نېټې پورې د ټرمپ خواست ته د جواب ورکولو وخت ورکړی شو. جج دا واضحه نه کړه چې د ټرمپ په خواست به کله فېصله اوروي.

د نیویارک په عدالت کې د ټرمپ په ضد د مقدمې بنیادي ټکی هغه ۱۳۰۰۰ ډالر دي چې د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب د کېمپېن نه مخکې د هغې خاموشه پاتې کېدو دپاره ورکړې وې. د ډېنیلز دعوه ده چې ټرمپ هغې سره لس کاله مخکې جنسي تعلق و خو ټرمپ دا خبره ردوي.

د می په میاشت کې د منصفانو شورا یا جیوري ټرمپ په دې الزام مجرم وټاکلو چې کوهن ته ورکړی شوې پېسې خفیه ساتلو دپاره يې د ‍حساب په کتابونو کې د دروغو نه کار اخیستی و. د امریکې په تاریخ کې دا وړمبی ځل و چې د امریکې یو موجوده یا پخواني صدر ته په مجرمانه الزام سزا واورول شوه.

ټرمپ په مقدمه کې بې ګناهۍ اعتراف کړی و او دعوه يې کوله چې د هغه خلاف مقدمه په سیاسي بنیادونو شروع کړې شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG