لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د اردن شاه عبدالله سره ملاقات کوي


د کال ۲۰۱۸ د ټرمپ د صدارت د وړمبۍ دورې په دې تصویر کې د اردن شاه عبدالله ثاني په وایټ هاوس کې د ټرمپ سره ملاقات کوي
د کال ۲۰۱۸ د ټرمپ د صدارت د وړمبۍ دورې په دې تصویر کې د اردن شاه عبدالله ثاني په وایټ هاوس کې د ټرمپ سره ملاقات کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د اردن شاه عبدالله او ولي عهد شهزاده حسین سره ملاقات کوي.

دا ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې ټرمپ په وروستیو ورځو کې د غزه تړانګه په خپل ملکیت کې د اخیستلو خبره کړې او په اردن او مصر يې غږ کړی چې د سیمې فلسطینیانو ته دې پناه ورکړي.

دواړه ملکونه د امریکې نزدې اتحادیان دي خو د ټرمپ تجویز یې در کړی دی.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ دا امکان څرګند کړو چې که چېرې اردن او مصر فلسطینیي کډوالو ته ځای نه ورکوي نو امریکا يې امداد بندولی شي.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل غزه اخیستل غواړي او د سیمې فلسطینیان به نورو ځایونو ته منتقل کړی شي خو د ستنېدو حق به نه لري.

د امریکې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې د غزه تړانګې په اړه خپل تجویز د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله.

ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی.

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي د نهې، سه شنبې، په ورځ غوښتنه وکړه فلسطینیانو د بې ځایه کولو بغېر دې د غزه د بیا ابادولو کار شروع کړی شي.

د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن سره په ټېلې فون خبرو کې السیسي په دې خبره ټینګار وکړو چې غزه د بیا ابادولو کار په داسې انداز کې شروع کړی شي چې د فلسطینیانو په خپله ځمکه د اوسېدو حق یقیني کړي.

د هغه د دفتر د یو بیان ترمخه، د مصر صدر دا خبره هم وکړه چې فلسطیني ریاست قایمول په سیمه کې د مستقل امن ضمانت ورکولی شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټرمپ او د شاه عبدالله د ملاقات په اړه د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن وايي امریکايي صدر به کوښښ کوي چې د اردن باچا سره د غزه په اړه د خپل تجویز په لړ کې څه موافقې ته ورسېږي.

د ملاقات نه مخکې، ټرمپ او شاه عبدالله د جنورۍ په ۲۵ نېټه په ټېلې فون خبرې کړي دي او د اردن صدر ټرمپ ته د صدارت په دویمه دوره مبارکي ورکړې وه.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه، ټرمپ امریکې سره په اوږده ملګرتیا د شاه عبدالله شکریه ادا کړه او دواړو مشرانو په سیمه کې د امن او ثبات په اهمیت بحث وکړو.

د سي اېن اېن د رپورټ ترمخه اردن په کال ۱۹۴۸ کې د اسرایل د قیام راهسې په لویه شمېره کې فلسطیني کډوالو ته پناه ورکړې ده. په ۱۹۷۰ کې مسلح فلسطینیانو د شاه عبدالله د پلار شاه حسین نه اقتدار د اخیستلو ناکامه کوښښ کړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG