لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: په هدفي پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په هدفي پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي، پولیس وايي پېښې په کړي حېدر او تجوړي کې شوې دي. ‏

د ضلعې د پولیسو په وينا، دوی ته لومړی اطلاع شوې چې د صدر تاڼې په شالم سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی چې په ګولیو ویشتل شوی دی. ‏

د صدر تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي تن پېژندګلو ‏‎20‎‏ کلن ځوان کاشف په نوم شوې چې د کړي حېدر اوسېدنکی او دوه ورځې وړاندې د خپل نه بې درکه ‏شوی وو.‏

د کورنۍ غړی یې وایي نوموړی مور او پلار نه لري او په ډېره اسماعیل خان کې په یو شخصي کمپنۍ کې یې د ‏‎15,000‎‏ په تنخا په روزګار وو.‏

د وژل شوي کاشف د تره زوی وحید بېټني وویل هغه د کورنۍ د یو بل غړي فاتحه ته کور ته راغلی وو چې په پټ مخ کسان راغلل او د فاتحه نه یې پورته ‏کړو او نن دوی ته د هغه مړی ترلاسه شو. ‏

تره یې وویل کوم وراني کې یې لاس نه لرلو او وړوکو ماشومانو خویندو او وروڼو د پاره یې مزدوري کوله. ‏

د پولیس په وینا بله پېښه د ټانک ضلعې په تجوړي سیمه کې شوې چرته کې تیره ورځ د څاروو ډاکټر عارف خان نامالومه کسانو تښتولی او نن د هغه مړی ‏د ملازۍ سیمې څخه تر لاسه شوی دی.‏

کورنۍ یې پولیسو ته ویلي نومړی تېره ورځ د څاروو د علاج د پاره پک سیمې ته غوښتل شوی چې وروسته یې بیا د کور سره ټیليفوني رابطه قطع شوې ‏وه.‏

کورنۍ یې ویلي چا سره شخصي دوښمني نه لري، پولیس وايي دې پېښو پلټنې یې پیل کړي دي. ‏

په تیرو ‏‎24‎‏ ساعتونو کې په جنوبي ضلعو کې د هدفي پېښو پینځمه پېښه ده، دې نه وړاندې دوو کسان بنو او یو شمالي وزیرستان کې شوې ده.‏

په ټانک ضلعه کې دا پېښې په داسې وخت کې شوې چې په ټانک کې د بیټنو قامي جرګې مشران وایي په سیمه کې یې ناامنۍ او پوځي عملیاتو ژوند ‏ستونزمن کړی او د ناامنۍ مخنیوي دپاره د جون په لسمه د ټولو خېلونو لویه جرګه راغوښتل شوې ده.‏

‎د سیمې مشرانو د دغې جرګې لپاره کمپاین پیل کړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG