لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي په افغانستان کې تلپاتې پوځي اډې نه غواړي


Humvee Afghanistan
Humvee Afghanistan

په کابل کې امریکايي چاروکو ویلي دي چې افغان طآلبان غواړي د ډز بندۍ نه وړاندې خارجي ځواکونه په مکمله توگه د افغانستان وځي خو امریکایان ورسره دا نه مني.

امریکا يي چارواکو رائټزرز خبرې ادارې ته ویلی دي امریکا په افغانستان کې مستقل اډې نه ساتل غواړي. دغه چارواکو ویلي دي چې ددوي مرام په افغانستان کې امن راوستل او د امن راتلو وروسته د نوي حکومت سره د مستقبل همکاري په وړاندې بوتلل دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خصوصي استاذي جېمز ډابنز په عیني حال کې وي او اې ډیوه سره په یوې مرکه کې ویلي دي چې

" امریکا غواړي د وتو وروسته یو مستحکم افغانستان پرېږدي"

جېمز ډابنز وايي چې د امریکايي ځواکونو په کال ٢٠٠١ په افغانستان کې یو د هغه سخت دریزه اسلامي تندلارو حکومت نسکور کړی وو چې ورته د القاعده مرسته حاصله وه او د یولسم ستمبر د هغه پېښې ذمه دار وو چې پکې ېی ٣٠٠٠ خلک وژلي وو.

د امریکا پخواني خصوصي استاذي ډیوه ته په خصوصي مرکه کې وویل چې واشنگټن د ځواکونو د اوخکلو وړاندې غواړي د امن تړون د عملي کولوطریقه کار جوړ کړی شي.

نوموړی ډابنز وايي تمه لري چې صدر ډانلډ ټرمپ به د افغانستان نه ځواکونه کې نه اوباسي ځکه که داسې اوشول نو دا به یوځل بیا افغانستان د هغه رنگه حالاتو سره مخ کړي لکه چې د نوی په لسیزه کې د افغانانو خپل منځي او د طالبانو او وسلوالو ډلو ترمنځه د جگړو په وخت لیدل شوې وو.

نیویار ټائمز ورځپاڼې د گل په ورځ په یو مضمون کې لیکلي دي چې په افغانستان کې دننه او بهر خلک د نړیوالو ځواکونو د وتو وروسته پېښودونکو حالاتو باندې اندېښمن دي او ددغې اهمې پوښتنې ځواب غواړي.

د امریکا خصوصي استاذي زلمي خلیل زاد ویلي دي چې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د اولس کلنۍ جگړې ختمولو لپاره د یوې لوظنامې خاکه تیاره کړې ده خو داسې نه ښکاري چې یاغي ډله د امریکا اهمه شرطونه ومني.

زلمي خلیل زاد په کابل کې د ورځپاڼې نیویارک سره د یوې مرکې په وخت ویلي دي چې د مسودې چوکاټ تیارشوې دې او د لوظنامې نه وړاندې به پکې اوس دواړه خواوې خپلې خبرې ورگډوي.

د افغان صدر، محمد اشرف غني هم ویره څرگنده کړې ده چې هسې نه امریکایان له طالبانو سره روغه جوړه وکړي، خو له روغې جوړې وروسته، په افغانستان کې یوځل بیا هغه حالت تکرار شي چې د روسانو له وتلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته پر افغانانو راغی.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG