لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نه د بې دخله کړی شویو غېرقانوني کډوالو وړمبی پرواز هندوستان ته ورسېدو


د امریکې څخه د هند د شهریانو ډیپورټ یا ملک بدر کېدل څه نوي خبره نه ده. د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت او د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر د میاشت ترمنځ موده کې د ۱۰۰۰ نه زیات هندي وګړي د امریکې نه ډیپورټ کړی شوي دي خو دا وړمبی ځل دی چې هندوستانیان په پوځي جهاز کې ملک ته ستانه کړی شوي دی
د امریکې څخه د هند د شهریانو ډیپورټ یا ملک بدر کېدل څه نوي خبره نه ده. د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت او د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر د میاشت ترمنځ موده کې د ۱۰۰۰ نه زیات هندي وګړي د امریکې نه ډیپورټ کړی شوي دي خو دا وړمبی ځل دی چې هندوستانیان په پوځي جهاز کې ملک ته ستانه کړی شوي دی

د امریکې نه ډیپورټ یا ملک بدر کړی شويو د غېرقانوني هندي کډوالو یوه ډله په پوځي هوايي جهاز کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هندوستان پنجاب ریاست ته ورسېدله. دا وړمبی پرواز دی چې په امریکا کې د غېرقانوني بهرنیانو خلاف د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د اقداماتو شروع کېدو وروسته هندوستان ته ورسېدلو.

د میډیا د رپورټونو ترمخه ۱۰۴ هندي شهریان ملک ته ستانه کړی شوو. چارواکو د دې شمېرې تصدیق نه دی کړی خو ویلي يې دي چې د هندي وکړو هرکلی به په دوستانه انداز کې کوي.

هندوستان نه غواړي چې د غېر قانوني کډوالو په سر د امریکې سره تعلقات خراب کړي، ویلي يې دي د شهریت تصدیق وروسته به هندي شهریانو ته ملک ته د ستنېدو اجازت ورکوي.

ټرمپ تېره هفته وویل د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي ورته ډاډ ورکړی چې ملک به يې سم کار کوي او غېرقانوني کډوال به بېرته اخلي. ټرمپ دغه خبره مودي سره په ټېلې فون د مکالمې وروسته وکړه.

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان رندهیر جېسوال د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل امریکا او هندوستان د غېرقانوني مهاجرت په مخنیوي کار او په دې لړ کې قوي او موثره همکاري کوي او نتیجه به يې په اینده وخت کې راښکاره شي.

توقعو ده چې ټرمپ او مودي اینده هفته ملاقات او د تجارت او د مهاجرت په اړه خبرې اترې هم وکړي.

د هېواد په سرحد د تحفظ دامریکايي ادارې یو اېس کسټمز اېنډ بارډر پروټېکشن د شمېرو ترمخه په وروستي کلونو کې په اېشیايي ملکو کې امریکې ته د راتلونکو غېرقانوني کډوالو د ټولو نه زیاته شمېره د هندوستان نه څخه ده.

خو په جمموعي توګه امریکې ته د راتلونکو غېرقانوني کډوالو درې فیصد برخه هندوستانیان دي.

د امریکې خبري ادارې بلومبرګ تېره هفته په یو رپورټ کې وویل امریکايي چارواکو د ۱۸۰۰۰ هندوستانیانو شناخت کړی چې په امریکا کې بغېر د قانوني دستاوېزاتو اوسېږي او خپل ملک ته به ستنول کېږي.

د امریکې څخه د هند د شهریانو ډیپورټ یا ملک بدر کېدل څه نوي خبره نه ده. د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت او د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر د میاشت ترمنځ موده کې د ۱۰۰۰ نه زیات هندي وګړي د امریکې نه ډیپورټ کړی شوي دي خو دا وړمبی ځل دی چې هندوستانیان په پوځي جهاز کې ملک ته ستانه کړی شوي دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملک ته د ستانه کړی شویو هندي شهریانو پرواز د پنجاب ریاست امرتسر ښار ته ځکه ولېږل شو چې پنجاب د هغو دریو ریاستونو څخه دی چې خلک يې په غېرقانوني توګه امریکې ته مهاجرت کوي. د پنجاب نه علاوه د هریانه او د ګجرات اوسېدونکي په لویه شمېره کې امریکې ته په غېرقانوني د تګ کوښښونه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG