لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کړکیچن تعلقات ښه کولولپاره به امریکايي او پاکستاني چارواکو د یو بل د هیوادونو دورې کوي


د افغانستان د دورې په مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د افغانستان صدر اشرف غني سره ولیدل
د افغانستان د دورې په مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د افغانستان صدر اشرف غني سره ولیدل

پاکستان او امريکا به په خپلو اړيکو کښې د موجوده کړکيچ او تاو تريخوالي د کمولو دپاره د اعلا چارواکو د دورو تبادله کوي او څيړونکي وايي د دواړو ښه تعلقات د واشنگټن او د اسلام آباد په گټه دي.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې ليکي ټاکل شوې ده چې د پاکستان د کورونیو چارو وزير احسن اقبال به ددې میاشت په ١١ مه نيټه د واشنګټن په سفر لاړشي .

دغه رنگ د امريکې د باندینیو چارو وزير رېکس ټېلرسن د روانې مياشتې په اخېره او د د دفاع وزير جيمز مېټس به د نومبر په وړمبو ورځو کښې د اسلام اباد سفر وکړي .

څيړونکي وايي په ورستیو کښې د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال قمر جاويد باجوه کابل ته تګ پدغه جنګ ځپلي هېواد کښې د ياغيانو سره د جوړ جاړي او د دواړو ګاونډيانو ترمينځ د تاوجنو اړيکو د ښه کيدو په حقله امیدونه سيوا کړي دي او پداسې حال کښې د پاکستان او امريکا خواږه تعلقات لا نور هم ګټه ور ثابتيديدی شي.

د دفاعي چارو شنونکې لفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود ډيوه ريډيو ته وايي "زما په اند په واشنکټن او اسلام اباد کښې دا خيال تقويه کيږي چې ددغه خرابې اړيکې په سم ډګر واچوي او ګڼي چې د اړيکو خرابيدل د يو په ګټه هم نه دي."

طلعت مسعود وویل که دا خبرونه صيح وي چې ګني واشنګټن د افغان طالبانو د ماتولو او د چقولو دپاره داعش مضبطوي نو دا به د دواړو ترمينځ معاملات لا نور ترينګلي کړي.

اخوا وتلې خبريال او د افغان چارو څيړنکار رحيم الله يوسفزې وايي د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د نوې تګ لارې د اعلان نه پس د پاکستان او امريکا د وړاندې نه تاوجنې اړيکې لا نورې پيچیده شوي او دا تازه کوششونه هم دا مرام لري چې تعلقات عادي ډګر ته راولي.

هغه مخکښې وایي امريکا سپر پاور دې او هغه خپله تګ لاره او اينجنډه لري خو د افغانسان په تناظر کښې د پاکستان د ارزښت څخه ګټه پورته کول غواړي .

ښاغلي یوسفزۍ زياتوي که امريکا د افغان شخړې پوځي حل غواړي نو نه ګڼي چې پاکستان به یې ورسره ومني او پدې تګ لاره امريکا نور زور راوړي نو بيا به دغه اړيکې نورې هم خرابيږي.

هغه زیاتوي د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تعلقاتو د ښه کولو هلې ځلې روانې دي او د دوي ښه تعلقات د امريکا او د پاکستان په اړيکو هم مثبت اغيزې ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG