د امریکې 46م صدر جو بایډن نن د جنورۍ په 15مه ماخوستن خپل ولس ته د خپلې ولسمشرۍ وروستۍ الوداعي یا د رخصتۍ وینا کوي، دا وینا به د سپینې ماڼۍ له اوول دفتره کوي چې پکې د هغه یواځې څلور ورځې نورې پاته دي.
ټاکل شوې ده چې صدر بایډن به په دې وینا کې په تېرو څلورو کلونو کې خپلې حکومت هغه لاسته راوړنې بیان کړي چې په امریکا کې دننه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې له خپلو متحدینو سره په ګډه تر لاسه کړې دي.
بایډن ولس ته دا وینا تر خپل هغه اعلان څو ګنټې وروسته کوي چې د چارشنبې- شورو په ماسپښین یې وکړ او ویې ویل، اسرایل او حماس اخر د ډزبندۍ او د ځینو یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره تړون ته ورسېدل.
بایډن د تړون په اړه رسنیو ته په خپله بیړنۍ وینا کې دا تړون هم د خپل حکومت مهمه لاسته راوړله وبلله او ویې ویل چې ده د تېر کال په مې میاشت کې د دې تړون وړاندیز کړی وو او وايي له هغه راهیسې "ما د دې کار د ترسره کولو لپاره هیڅکله له سفارتکارۍ لاس نه واخیست".
په یوه خط کې چې ولس ته د هغه تر وروستۍ وینا مخکې خپور شو، صدر بایډن ویلي، په تېرو څلورو کلونو کې د امریکا خلک د کورونا وایرس له وبا په ډېر پیاوړي حالت کې راوتلي دي. هغه په خط کې ویلي:
"تاریخ ستاسو په لاس کې دی، زور ستاسو په لاس کې دی. د امریکې خیال ستاسو په لاس کې دی. موږ باید یواځې پر دې باور وساتو او په یاد ولرو چې موږ څوک یو. موږ امریکا یو او کله چې موږ دا په ګډه کوو نو زموږ له وړتیا بهر هیڅ نه شته".
بایډن دا وخت 82 کلن دی او هغه یواځې یو ځل د امریکې صدر پاته شو. د تېر کال صدارتي ټاکنو ته هم خپل ډیموکرېټ ګوند نوماند اعلان کړی وو، خو له ډانلډ ټرمپ سره تر لومړۍ مباحثه وروسته د ګوند د فشار له کبله له سیالۍ و ووت او د هغه مرستیاله کالا هېریس نومانده شوه. ټرمپ مېرمن هېریس ته ماتې ورکړه او د جنورۍ په 20مه د امریکې د 47م صدر په توګه سوګند کوي.
ډانلډ ټرمپ چې د 2020م کال صدارتي ټاکنې وبایللې نو ولس ته خپله د رخصتۍ وینا یې مخامخ ونه کړه بلکې مخکې ریکارډ شوې وه او د 2021م کال د جنورۍ په 19م د هغه د صدارت تر ختمېدو یوه ورځ مخکې خپره شوه.
د ټرمپ تر لومړي صدارت مخکې صدر بارک اوباما ولس ته خپله الوداعي یا د رخصتۍ وینا په شیکاګو کې له خپل کوره کړې وه. جارج ډبلیو بوش خپله وروستۍ وینا د سپینې ماڼۍ له «ایسټ روم» څخه کړې وه او بل کلنټن هم له هغه اوول آفس څخه کړې وه چې نن به بایډن پکې وروستۍ وینا کوي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum