د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رائټس واچ د پاکستان حکومت په انټرنیټ د اختلافي رایې لرونکو پرضد په ګامونو تیزولو تورن کړی.
دغه سازمان د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې په سمدستي ډول باید د انټرنیټ د څارنې په نوم د اولس سره بدچلند ودروي اؤ دهاغو خلکو په ضد دې قانوني ګامونه واخلي څوک چې د مذهب دسپکاوي د تورونو په پلمه تشدد کوي.
هیومن رائټس واچ پخپل تازه بیان کې د پاکستان د حکومت څڅه دا غوښتنه هم کړې چې باید د رایې څرګندولو ازادۍ ته درناوی ولري.
بیان کې راغلي چې د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه دپاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتهارټۍ په لکونو خلکو ته په موبائیلونو پیغامونه لیږلي چې پکې په سوشل میډیا خلکو ته د مذهب د سپکاوي د موادو شریکولو په ضد خبرداری ورکړل شوی.
همدغه شان د مئ په ۱۴مه نیټه د هیواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هم مرکزي تحقیقاتي ادارې د هاغو کسانو په ضد د سمدستي کامونو پورته کولو وینا کړې وه چې په سوشل میډیا د پوځ سپکاوی کوي.
دهیومن رائټس واچ د ایشیاء دپاره ډائریکټر برید هیډل وایي چې دپاکستان د حکومت لخوا په انټرنیټ د رایې ورکوونکو په ضد ګامونه به د وړاندې څخه زهرژن چاپیریال کې اختلافي غږونه د لا نور خطر سره مخ کړي.
نوموړی زیاتوي باید چې حکومت د تشدد راپارولو پرځایې د هاغو خلکو حفاظت ته پاملرنه وکړي چې دخپلو اختلافي رائیو له کبله د بریدونو سره مخ کیږي.
دبشري حقونو دغه نړیوال سازمان زیاته کړې چې د پاکستان دا اوسني ګامونه به سنسرشپ،د رایې د اختلاف لرونکو د نیونې اؤ دجنګیالو ډلو لخوا د مذهبي اقلیتونو په ضد د تشدد ګواښونه لا نور سیوا کړي.
پاکستان کې دانټرنیټ کاروونکو دحقونو دپاره کارکوونکي اسامه خیلجي وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې دپاکستان دحکومت دغه ګامونه غندلي اؤ ویلي یې دي د حکومتي ادارو په ضد ټکونه کول د یو فرد جمهوري حق وي.
هغه ویلي لکه څنګه چې چین کې د خلکو د غلي ساتلو عمل شروع دی داسې ښکاري چې اوس پاکستان هم دغه شان د خپل ملک وګړي خاموش ساتل غواړي.
دپاکستان ټیلي کمیونیکیشن اتهارټي وايي چې د مذهب د سپکاوي دپیغامونو په عکس العمل کې هغوئ ته په انټرنیټ د مذهب د سپکاوي د موادو ۳۰۰۰ شکایتونه ترلاسه شوي.
دپاکستان د انفارمیشن ټیکنالوجۍ د وزارت د شمیرې تر مخه حکومت تر دې دمه ۱۲۹۶۸ ویب پاڼې تړلي دي.
همدغه شان د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف ایي ای د مارچ په میاشت کې درې کسان په انټرنیټ د مذهب د سپکاوي دموادو خپرولو په تور نیولي دي.