دپاکستان ملت پاله سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل پارټۍ اؤ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ په یو بل د بې باورۍ ختمولو دپاره د زړه له تل څخه د هڅو کولو غږ کړی .
عوامي نیشنل پارټۍ تور لګولی چې پاکستان په یوه اؤ بله پلمه افغانستان کې خپله دلاس وهنې تګلاره دوامداره ساتلې ده.
د چهارشنبې په ورځ کابل کې په یوه خونړۍ بمي چاودنه کې د سلګونو افغانانو د مرګ ژوبلې وروستو یو ځل بیا د افغانستان د استخباراتو ملي ادارې په پاکستان تور لګولی چې دغه ترهګریزه پیښه دحقاني نیټ ورک جنګیالو دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کړې ده.
د کابل اؤ اسلام اباد ترمینځ په یو بل د تورونو دغه لړۍ نوې نه ده خو دپاکستان ملت پاله پښتانه ګوندونه وایي چې نور باید دواړه هیوادونه په یو بل د تورونو لګولو پځایې په یو بل باور پیدا کړي اؤ په ګډه دې په پوره اخلاص سره د ترهګرۍ جرړو ویستلو ته مټې رابډ وهي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر عثمان خان کاکړ وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د کابل د خونړي برید غندنه کړې اؤ دا یې دپاکستان دپیاوړي پوځي اسټیبلشمنټ له لوري جګړو ځپلي افغانستان کې د لاسوهنې تازه بیلګه ګرځولې ده.
هغه ویلي پاکستان به افغانستان کې دغه لاسوهنه لمړی د اسلام اؤ جهاد ترنامه لاندې کوله خو د شوروي ، روس اؤ نائن الیون دبریدونو وروستو اوس دغه مداخله د ترهګرۍ په نوم کوي.
هغه وویل پاکستان کې حکومتونه په خوله افغانستان کې د سولې د پلوۍ دعوې کوي خو په دې یې غاړه نه خلاصیږي بلکې په عمل کې به ورته ښودل وي چې دې هیواد تر اوسه افغانستان کې د سولې دلاره څه کړي دي؟
هغه وویل په کابل کې لاس وهنه یوه خطرناکه لوبه ده اؤ ددې بدې اغیزې په ټوله منطقه کیدی شي ځکه د اسلام اباد اؤ لاهور واکدارانو ته په دې خبره سوچ کول اؤ د روانې مداخلې مخه نیول ضروري دي.
همدغه شان د عوامي نیشنل پارټۍ سنیټیر شاهي سید هم د کابل د برید غندنه کړې اؤ وایي د هغوئ ګوند په ګاونډ کې دپاکستان تګلاره سمه نه ګڼي.
ډیوه راډیو سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان څخه د افغانستان، ایران اؤ هند ګیلې ددې حقیقت غمازي کوي چې د ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان تګلارې ښې نه دي.
خو شاهي سید بیا افغانستان هم قصور وار ګڼي اؤ وایي دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله افغانستان پخپله خاوره کې کښینولی ، د هاغه غاړې نه ترهګر دلته رااوړي اؤ د ای پي ایس په څیر د ترهګرۍ پیښې کوي.
نوموړي وویل که چرې دواړه هیوادونه په خوله د امن چغې وهي اؤ په زړونو کې یې یو بل ته غونډاری پروت وي نو په دغسې بې باورۍ کې بیا امن نه شي ټینګیدلی