پاکستان کې د افغان کډوالو موده دوه میاشتې نوره وغزېده

پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د پاکستان حکومت په هېواد کې مېشتو رجسټر شوو افغان کډوالو ته تر نورو دوو میاشتو پورې د پاتې کېدو اجازت ورکړی دی. دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د اوسېدو د وروستۍ نېټې په راتګ زیات اندېښمن وو.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو چې په دغه هېواد کې د کډوالو د پاتې کېدو لپاره د جنورۍ ۳۱مه وروستۍ نېټه ده.

مطبوعات د پاکستان د مرکزي حکومت د سرحدي چارو وزارت د ویاند اقدس شوکت له خولې وايي، وزارت یې حکومت ته سفارش کړی وو، چې په افغانستان کې د نا ارامه وضعیت په خاطر دې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر پینځو میاشتو پورې وغز‏وي.

سرچینې وايي چې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابینې غونډه شوې، چې پکې یواځې تر دوو میاشتو پورې د افغان کډوالو د مودې غزولو اجازت ورکړل شوی دی.

روانه میاشت د امریکې له خوا پر پاکستان د پوځي مرستو تر ځنډول کېدو وروسته پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د موجودیت موضوع د افغان کډوالو له استوګنې سره تړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم په یوه مرکه کې ویلي وو، په پاکستان کې په لکونو کډوال مېشت دي چې هر رنګ خلک پکې شته . هغه ویلي وو که چېرې دغه کډوال له پاکستانه ووځي نو بیا پاکستان ته ترهګر نه شي ورننوتلای.

خو افغان حکومت دریځ لري چې پاکستان د کډوالو له ستونزې سیاسي استفاده کوي او له هغوی سره غیرانساني سلوک کوي.

افغان کډوالو ته تر وروستۍ نېټې اعلانولو وروسته په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند قیصر اپریدي د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه وي.او.اې ډیوه ته ویلي وو، چې د استنبول د تړون له مخې افغان کډوالو ته باید د ۲۰۱۸م کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د رسمي شمېر له مخې دا وخت ۱.۴ میلینه افغان کډوال په پاکستان کې د مهاجرت په قانوني اسنادو ژوند کوي او د پاکستان حکومت وايي چې شاوخوا لس لکه ١٠۰۰٠٠٠ نور غیرقانوني کډوال هم په دې هېواد کې موجو دي.

پاکستان له امریکې غوښتي چې په دې هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنولو لپاره د افغانستان له حکومت سره په ګډه یوه کوټلې تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان دولتي مېډیا وایي، د پاکستان د سرحدونو وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ د شورو په ورځ د کډوالو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې نېنسي ایزوجیکشن سره لیدلي او له پاکستانه د افغان کډوالو د ستېندو پر چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

عبدالقادر بلوڅ د امریکا مرستیالې وزیرې ته ویلي، چې په پاکستان کې په لکونو کډوال مېشته دي او د دوی له امله پاکستان له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، ځکه نو امریکا دې د دغو کډوالو خپل هیواد ته په ستنولو کې رول ولوبوي.

د امریکا د کډوالو چارو مرستیالې وزیرې پاکستان ته ویلي چې افغانستان ته د سفر په مهال به له افغان چارواکو سره د کډوالو د ور ستنولو پر چارو و غږېږي.

ملګري ملتونه تل په دې خبرې ټینګار کوي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدنه باید په خپله خوښه او رضاکارانه توګه تر سره شي.