بي این پي: بېلتون خوښي بلوڅان او د پاکستان ریاست یو پر بل بې باوره دي

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مرستیال مشر ملک عبدالولي کاکړ ویلي دي، په پاکستان کې ریاست زورور او حکومت کمزوری دی او په غرونو کې ناست مرور بلوڅان له زورور ریاست سره پر ضمانتونو خبرې کول غواړي.

نوموړي د ډیوه د روانو چارو په پروګرام هېلو وي.او.اې کې د خبرو په وخت وویل، بېلتون خوښي د حکومت پر ځای له پوځ سره خبرو ته ارزښت ورکوي:

"د پخواني صدر اصف علي زرداري او پخواني وزیر اعظم نوازشریف په حکومتونو کې له مرورو بلوڅانو سره خبرې ځکه ناکامه شوي دي، چې بېلتون خوښي فکر کوي د دوی غوښتنې حکومتونه نه بلکې ریاست [پوځ] پوره کولای شي".

د جاپان په انګرېزي ورځپاڼه فاینانشل ټایمز کې د چین او خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو تر منځ د پټو خبرو په اړه عبدالولي کاکړ وویل، چې ګوند یې له دغو مذاکراتو خبر نه دی:

"د ریاست او بېلتون خوښو بلوڅانو تر منځ پر یو بل ډېره بې باوري موجود ده. دغه مسئله ریاست حل کولای شي. موږ سیاسي خلک یو او سیاسي خلک په دې معامله کې څه هم نه شي کولای".

ښاغلی کاکړ وايي د پخواني وزیراعلی عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ کې له جلاوطنه بلوڅ مشرانو سره خبرې شوې وې، خو ریاست پر هغو خبرو غلی پاتې شوی وو، ځکه خو مذاکرات نیمګړي پاتې شول.

ښاغلی کاکړ وايي د دواړو قوتونو [ریاست او مرور بلوڅان] تر منځ بې باوري له ١٩۴٨م کال څخه را روانه ده، چې ریاست له یو بلوڅ مشر نواب نوروز خان سره کامیابې خبرې وکړې، چې په نتیجه کې هغه او ملگري یې وسله کښېښووه او له غرونو را کوز شول. د پاکستان په ضد یې جګړه ودروله، خو ریاست هغه او د هغه نیژدې ټول ملګري ونیول او نواب نوروزخان یې په جېل کې تېزندۍ کړ.

دا وخت په بلوچستان کې شاو خوا اته وسلوالې ډلې په بېلابېلو بلوڅي سیمو کې موجودې دي، چې پکښې د بلوچستان لبرېشن فرنټ، بلوچستان لبرېشن آرمي، بلوچستان ریپبلکن آرمي، یونایټیډ بلوچ آرمي او ځنې نورې د ریاست په ضد وسلواله مبارزه کوي، چې مشري یې ډاکټر الله نذر بلوڅ، نواب حېربیار مری، براهمدغ بګټی، جاوېد مېنګل او ځنې نور کوي.

په بلوچستان کې د بلوڅو ملتپال سیاسي ګوندونه او وسلوالې ډلې درې قسمه غوښتنې کوي. دوی د بلوچستان خپلواکي، پر خپلو وسایلو بشپړ واک او د حقونو خونديتوب غواړي، خو د دغو غوښتنو لپاره دوی له یو بل سره د سیاسي او وسلوالې مبارزې پر سر په خپلو کې اختلاف لري.