پکتیکا کې د وزیرستان کډوال وايی د پاکستان حکومت یې هېڅ تپوس نه کوي

د پاکستان قبائلي سیمې شمالي وزیرستان کښې د پوځي عملیاتو له امله افغانستان ته کډه کونکي تر لسو زرو پورې خاندانونه د پاکستان حکومت د پام نه غوورزولي دي او دوي په پکتیکا ولاېت کښې د بدحالۍ ژوند کوي.

دغه کډوال زیاتره وزیر قبائل دي او د شوال او د مداخېلو سېمو سره تعلق لرياو د پوځي عملیاتو په وخت یې د افغانستان پکتیکا بیرمل لمنې او مرغا سیمو ته کډې کړي دي.

د کډوالو یومشر مولا جان وايی " په دغه سیمو کښې تر لسوزرو پورې خاندانونه مېشته دي چې ډېر په بد حالۍ کښې ژوند کوي. دغه مشر د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا پروگرام کښې وېلي دي چې که ماشومان او زنانه یې ناروغه شي نو ددرملنې لپاره ورسره پېسې هم نه وي."

مولا جان وايي تر اوسه یې نه د پاکستان او د افغانستان حکومتونو او نه ې د مرستو نړیوالو ادارو تپوس کړې دې.

د پکتیکا ایالت په بیلا بیلو سیمو کښې مېشته د شمالي وزیرستان د غه کډوالد پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د خوست د کډوالو په شان سلوک دې ورسره اوکړې شي.

د بیرمل د کډوالو مشر مولا جان وايي د پاکستان حکومت دې ددوي خاندانونه هم رجسټرډ کړي، د نورو بې کوره شوو خلکو په شان دې ورسره امدادي مرستې اوکړې شي اود انگوراډې او سېدگی نرۍ د لارو دې ورته خپلو سیمو ته د تلو اجازت وکړې شي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدی وايي چې دوي یواځې هغه کورنۍ رجسټرډ کوي چې د افغانستان په خوست ولاېت کښې مېشته دي.

دې وايی تر اوسه د پاکستان حکومت تر څلورو زرو پورې کورنۍ د خوست نه بېرته راوستي دي، د نورو څلورو زرو خاندانونو راوستلو دوئم پړاو یې د اتوارد ورځې څخه پېل کړې دې او په دریم پړاو کې به تر څلورو زرو پورې نور خاندانونه راولي. زیاتوي دهغوي د رجسټرډ کولو فارمونه یې خوست کښې د کډوالو مشرانو او نورو ذمه وارو ته ورلېږلي دي.

د پکتیکا د کډوالو استاذې مولا جان وايي چې دومره وسیلې نه لري چې خپلې کډې په لاروکښې بار کړي او خوست ته د رجسټرېشن لپاره ورشي ځکه چې خوست د بېرمل نه ډېر لرې پرېوزي گاډي ورته په دولس یا دیارلس ساعتو کښې رسي او د یو لاری په سر ترې ډرائېوران ٥٠ نه تر ٦٠ زرو پورې روپۍ غواړي

کامران افرېدی وايی د پکتیکا د کډوالو لپاره هم په دغه سیمو کښې د رجسټرېشن غوښتنې به ېی حکومتي ذمه وارواو پوځي مشرانو ته ور اورسوي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ وايي چې په خپل سر دا فېصله نشي کولې چې پکتیکا کښې مېشت کډوالو ته د بېرمل او د نورو لارو خپلو سیمو ته د ورتلو اجازت ورکړي شي. دې واَيي چې تر اوسه شوال او ځنې نورې سیمې د ترهگرو نه لا پاکې هم نه دي گرځولې شوي.