منظور پشتین: پوځ په ١١ مارچ د کوټې احتجاجي غونډې ناکامه کولو هڅې کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي د پاکستان پوځ یې د کوټې غونډې خرابولو هڅې کوي.

بلخوا د پښتون لاریون سره د مرستې په توګه ژوب د فټبال ټیم د پوځ لخوا د مارچ په نهمه نېټه د راجوړ کړی شوي مېچ نه د بائیکاټ اعلان کړی دی.

د ژوب د ټیم کپتان افتخار مندوخېل د سماجي وېب پاڼې فېس بک اکاونټ د پښتنو سیمو په ټولو لوبغاړو غږ کړی دی. "ځوانان دې په نهم مارچ د فټبال او کرکټ د مېچونونه بائیکاټ اوکړي او په دغه ورځ دې په پښتون لاریون کښې ګډون اوکړي".

پښتون تحفظ مومنټ د مارچ په نهمه نېټه ژوب او په ۱۱م نېټه د کوټې په صادق شهید فټبال ګراونډ کې د خپلو غوښتنو لپاره د احتجاجي جلسې کولو اعلان کړی دی.

د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا پروګرام کښې د خبرو په وخت منظورپښتین ويلي دي چې،

"غورځنګ یې د راتلونکي اتوار په ورځ دوه بجې په کوټه کښې جلسه اعلان کړې ده خو پوځ پکې اوس خنډان اچوي او په دغه ورځ یې د لوبو پروګرامونه راجوړ کړي دي چې ځوانان ترې په لوبو کښې بوخت کړي".

منظور پشتین ويلي دي د خپلو حقونو لپاره د ائین او قانون په چوکاټ کښې جلسې او احتجاجونه کول ددوي بنیادي حق دی او څوک یې هم ددې کار نه راړولې نشي.

منظور پشتین وايي چې د بلوچستان د فټبال لوبغاړي ورسره په رابطو کښې دي او تمه ده دوي به د پښتون غورځنګ د لاریون ناکامه کولو هڅې شنډې کړي .

پښتین وايی کوټې ته به د مارچ په نهمه نېټه سحر د ډېره اسماعیل خان د یو شمېر ځوانانو سره په یو کاروان کښې روانېږي. هم په دغه ورځ به په ژوب کښې درې بجې ېوې لوېی ځايي غونډه کې ورګډېږي.

منظور پشتین وايی د دې وروسته به د غورځنګ کاروان لورالايي، قلعه سېف الله، زیارت او د سویلي پښتونخوا نورو بیلا بیلو سیمو ته په جرګه ورځي او ددغه سیمونه به دځايی ځوانانوسره د مارچ په ۱۱م نېټه په کوټه کښې احتجاجي جلسه کښې ګډون کوي.

د غورځنګ مشر ويلي دي ریاست یې د اسلام اباد دلاریون غوښتنې پوره کړي نه دي او زیاتوي د کوټې د لاریون وروسته به اولس ته نوي احتجاجي پلان اعلان کړي.