ملگري ملتونه: په عراق او شام کې د داعش تر شلو زرو زیات وسلوال دي

د ملگرو ملتونو په یو تازه رپورټ کې ویل شوي دي چې په عراق او شام کې داعش ته د ماتې ورکولو باوجود بیا هم دا وخت په دغو سیمو کې د یادې ډلې له ٢٠٠٠٠ نه تر ٣٠٠٠٠ پورې وسلوال موجود دي.

د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې رپورټ وايي چې له داعش ډلې سره په لېبیا هېواد کې له ٣٠٠٠ نه تر ۴٠٠٠ پورې وسلوال دي او زیاتوي چې د ډلې ځینې وسلوال افغانستان ته انتقال کړی شوي دي.

رپورټ وايي چې د زیاتره فعاله وسلوالو تعلق له عراق او شام نه بهر له خارجي هېوادونو سره دی.

د څارونکو دغه ډله د داعش او القاعده په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته هر شپږ میاشتې وروسته رپورټ په تازه حالاتو رپورټ ورکوي.

د ملگرو ملتونو په دغه رپورټ کې ویل شوي دي چې له القاعده نه وتلي د داعش وسلوال دا وخت په صومالیه، یمن، سوېلي اېشیا او د افریقې په ساحلي سیمو کې په مستحکمه توگه موجود دي.

رپورټ دا معلومات هم را برسېره کړي دي چې القاعده ډله د خپل مشر اېمن الظواهري په مشرۍ کې په ایران کې د تېرو وختونو په پرتله زیاته فعاله لیدل شوې ده.

د نړیوالو چارو کارپوهان وايي چې القاعده په گېرچاپېره منطقه کې د بریدونو لپاره یمن د مرکز په توگه کاروي.

د ملگرو ملتونو رپورټ زیاتوي چې داعش اوس هم په شمالي افریقه کې د غټو بریدونو صلاحیت لري او الشباب ډلې په صومالیه کې د داسې رقم بریدونو صلاحیت تر لاسه کړی دی.

په ٢٠١۴م کال کې داعش د شام په رقه ښار قبضه کړې وه او دغه ښار یې د خپلسره جوړ کړی شوي خلافت مرکز اعلان کړې وو.

له دې وروسته بیا یادې ډلې د عراق په موصل ښار باندې قبضه وکړه او هلته د ډلې مشر ابوبکر البغدادي د باضابطه خلافت اعلان کړی وو.

داعش په لږه موده کې د شام په ختیزو سیمو او د عراق په درېیمه برخه سیمو باندې کنټرول تر لاسه کړی وو.