واشنګټن ـــ د ۲۰۱۸م کال د امن او سولې په برخه کې د نوبل نړیوال انعام له جنسي تشدده اغېزمنې عراقۍ ښځې نادیه مراد او د افریقې د کانګو هېواد یوه ډاکټر ډېنس مکویج ته د جنسي تشدد په ضد د هغوی د مبارزې په بدل کې ورکړل شو.
۲۵ کلنه نادیه مراد د عراق له یزیدي لږکیو سره تړاو لري، چې د ګڼو نورو یزیدي ښځو په ګډون د دولتِ اسلامیه یا داعش ډلې وسلوالو له جنسي تشدده اغېزمنه شوې او وروسته یې په جګړو کې د جنسي تشدد په ضد مبارزه کړې ده.
۶۳ کلن کانګویي ډاکټر ډېنس مکویج یو ګایناکالوجسټ یا د ښځینه ناروغیو ماهر دی، چې د خپلو همکارانو په ګډون یې د خپل هېواد کانګو په کورنیو جګړو کې د جنسي تشدد ښکار زرګونو ښځو درملنه یې کړې او هغه په نړیواله کچه د جنسي تېري د زخمونو د درملنې یو تکړه ډاکټر ګڼل کېږي.
د نوبل کمېټۍ د دوی لپاره د انعام اعلانولو پر وخت وویل "ډاکټر ډېنس مکویج او نادیه مراد په دې برخه کې زښته زیاته ونډه اخیستې او د جنګي جرمونو په ضد یې مبارزه کړې ده".
نادیه مراد دوه کاله وړاندې په ۲۳ کلنۍ کې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د خیرښېګړې لومړنۍ سفیره جوړه شوه، چې له داعش ډلې تر تښتېدو وروسته یې هغه څه په ډاګه کړل چې له دې سره شوي وو او دا کار یې د هغو ښځو د عزت د خوندي کولو په خاطر وکړ، چې تر بشري قاچاک وروسته ژوندۍ پاته شوې وې.
د نوبل کمېټۍ د نادیې مراد هڅې بېسارې او له زړورتیا ډکې وبللې، ځکه چې وایي هغې پر ځان د جنسي تېري تېر شوي کړاوونه د نورو هغو ښځو په استازیتوب بیان کړل، چې د دې غوندې د داعش ډلې د جنګي جرمونو ښکار شوې دي.
"نادیه مراد له هغو ۳۰۰۰ اټکل شویو یزیدي نجونو او ښځو څخه ده چې داعش ډلې ورباندې جنسي تېري یا ورسره نور ناوړه کارونه کړي دي".
د نوبل کمېټۍ وایي ډاکټر مکویج هم په پرله پسې توګه په خپل هېواد کې د پراخو جنسي تېریو د تر سره کوونکو بخښنه او نه سزا کېدل غندلي او د خپل هېواد کانګو د حکومت په شمول یې پر نورو هېوادونه هم تنقید کړی، چې وایي د ښځو په ضد له جنسي تشدده د جنګي وسیلې په توګه د کار اخیستو په مخنیوي کې یې څه نه دي کړي.
د نوبل کمېټۍ د امن د سږ کال د انعام ګټونکي ډاکټر مکویج په اړه ویلي: "د ۲۰۱۸م کال د سولې جایزه ګټونکی د خپل هېواد او نړۍ په کچه تر ټولو مهم او یواځینی علامت دی، چې په جګړه کې یې د جنسي تشدد په ضد مبارزه کړې ده".
په ۲۰۱۴م کال کې د امن په برخه کې د نوبل انعام ګټونکې د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ دغو دواړو جایزه ګټونکو ته پر ټویټر مبارکي ویلې او د دوی د کار په اړه یې لیکلي: "د دوی کار د ډېرو ژوند ژغورلی او له ښځو سره یې د جنسي تشدد په ضد په ږغ پورته کولو کې مرسته کړې ده".
د امن جایزې لپاره دغو دواړه ګټونکي له ۲۱۶ کسانو او ۱۱۵ تنظیمونو څخه ټاکل شوي دي او دوی ته به په ګډه اووه لکه اووه اویا زره پاونډه (۹ میلینه سویډني کرونر) انعام ورکول کېږي.