د پاکستان سېنټ د ارمان لوڼي د وژنې د ایف ای آر درج کولو امر وکړ

واشنګټن ــــ د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال پروفیسر ارمان لوڼي د وژنې په ضد د مقدمې نه درج کېدو غندنه شوې او د درج کولو غوښتنه یې شوې ده، چې د کمېټۍ مشر مصطفی نواز کهوکهر یې د درجولو امر کړی.

د کمېټۍ فعال غړي سنېټر عثمان خان کاکړ د وي.او.اې ډیوه خبریال نصیر کاکړ ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په غونډه کې د ارمان لوڼي د وژنې په ګډون د بلوچستان په پښتني سیمو کې د وروستیو هدفي وژنو په اړه یې تفصیلي بحث وشو:

"کمېټۍ غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې ایف ای آر دې درج شي، ایف ای آر چې ځنډېدلی دی دا هم ډېر زیاتوب شوی دی. د پوسټ مارټم رپوټ ذکر هم وشو، په هغه کې واضح ویل شوي چې دی [ارمان] په سر وهل شوی، بیا د ایف ای آر درج کېدو فیصله وشوه، چې شېرین مزاري یې هم ملاتړ وکړ".

د سېنټ کمېټۍ غونډه.

د سېنټ د کمېټۍ غونډه نن د سه شنبې- نهې په ورځ په اسلام اباد کې شوې، چې د کمېټۍ له غړو پرته د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري، د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر، محسن داوړ، د پیپلز ګوند یو مشر پخواني سنېټر فرحت الله بابر او د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم پکې ګډون کړی دی.

سنېټر عثمان کاکړ وایي، دا د بشري حقونو خلاف کار دی چې یو څوک و وژل شي او بیا یې د قاتلینو په ضد مقدمه هم نه درج کېږي. هغه وایي سېنټ د وفاق مهمه اداره ده، که د سېنټ د کمېټۍ په غوښتنه د ارمان لوڼي ایف ای آر درج نه شي، نو دوی به ورباندې احتجاج کوي:

"ایف ای آر به خامخا درج کوي، البته انصاف ورکول د عدالتونو کار دی، د دې خبرې په سلګونو انسانان ګواهان دي چې هغه وژل شوی دی".

د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې درجولو لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ د دوشنبې- ګل په ماښام د سه شنبې- نهې تر ورځې پورې پر ټولنیزو رسنیو د #LodgeFIROfArmanLoni [د ارمان لوڼي ایف ای آر درج کړئ] په نامه هېشټېګ هم وچلاوه، چې سلګونو کسانو پکې برخه واخیسته.

د سېنټ په کمېټۍ کې فرحت الله بابر، محسن داوړ، علي وزیر، عثمان کاکړ او وړانګه لوڼۍ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټویټر لیکلي، چې د خپلو آییني حقونو لپاره مبارزه کوي، خو وایي پر هر ګام دا باور ورکول کېږي چې د دوی حقونه هیڅ مانا نه لري. ښاغلي پښتین د ارمان لوڼي د مقدمې په اړه لیکلي:

"د لیکچرر ارمان لوڼي د شهادت یوه میاشت وشوه او موږ له قانون سره سم د انصاف غوښتنه کوو، خو ریاست حتی د هغه د ایف ای آر له درج کولو هم انکار کوي".

ارمان لوڼی د فبرورۍ په 2مه د بلوچستان په لورالای سیمه کې تر څلورورځني احتجاج وروسته له ملګرو سره روان وو، چې د ده د ملګرو په وینا پولیس و درول او یوه پولیس مشر ایس پي عطاوالرحمن تشدد ورباندې وکړ، چې په نتیجه کې یې هغه روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.