پاکستان کې دګرانۍ کچه ختلې اؤ څېړونکي وایي نوره به هم وخېژي

د پاکستان دشمیر،شمیرې د ادارې د راپور له مخې په هيواد کې ګرانۍ نوره هم زياته شوې او دمالي کال په لومړۍ مياشت کې دغه کچه د يوې هندسې نه تر برغو هندسو رسېدلې.

څېړونکي اندېښنه ښايي چې په نزدې راتلونکي کې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شي چې نیغ په نیغه اغیزې به یې په منځومانه طبقې اؤ بې وزله وګړو کیږي.

اداره وايي ، په تيره مياشت کې چې ګراني ٨.٩ في صده وه خو اوس ١٠.٣٤ في صده ته اوړيدلې ده.

دادارې تر مخه تېر کال دغه کچه يوازې ٥.٨٤ في صده وه اؤ دغه اوسنی اوچتوالی دوچنده ليدل شوی.

د پيښور پوهنتون د اقتصادياتو دڅانګې مشر پروفېسر ذلاکت خان ډيوه نيوز ته ويلي ، ويره ده چه راروان وخت کې د ګرانۍکچه نوره هم زياته شي .

هغه وایي داندازې تر مخه هیواد کې د موجوده ګرانۍ دغه کچه تر ١٣ في صده لوړېدی شي.

ذلاکت خان زياته کړه تيلو ، ګازو ، برېښنا په بیعو کې لوړوالی اؤ د ډالر په مقابله کې د روپۍ غورځېدل هغه لوېې علتونه دي چې له امله یې د ورځني اړتیاؤ دشیانو بیعې ختلې دي .

هغه وویل د حکومت له لوري داسې کوم ګامونه په نظر نه راځي چې د روانې ګرانۍ مخه اونيسي

په اسلام اباد کې داقتصادي چارو خبريال فدادحسين وايي،د زياتيدونکي ګرانۍ له امله هره طبقه فکر منده ده خو ددې ګرانۍ نېغ په نېغه اغېزې بيا په منځنۍ طبقې اؤ غريبانو کیږي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي فدا حسین وویل "يو لوري ته که د اقتصاد دخراب صورتحال له امله په هیواد کې بې روزګاری زياته شوې نو بل خوا دغه اسمان ته لوړيدونکې ګرانۍ د غريبانانو ملا ماته کړې ده"

نوموړي زياته کړه که دګرانۍ کچه هم دې ډول په بره روانه وي نو دمنځنۍ طبقې وګړي به ورسره په هيوادکې کم شي او هغه چې دغريبۍ د ليکې لاندې ژوند کوي دهغوي شميره به نوره هم زياته شي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان دمعاشي کړکیچ نه د وتلو په موخه نړیوالې ادارې ایي ایم ایف څخه دشپږو اربو ډالر پور اخستی نو په پاکستان کې د ډالر دنرخ لوړیدو ترڅنګ د ورځني استعمال د ټولو شیانو نرخونه ختلي .

په پاکستان کې دحکومت مخالف ګوندونه په حکومت تور لګوي چې دمعاشي بحران نه د وتلو دپاره هیڅ پروګرام په لاس کې نه لري خو وزیراعظم عمران خان تدریځ لري چې پخوانیو حکمرانانو دهیواد نه پیسې بهر ویستلي دي ځکه د ډالر نرخ ختلی اؤ ګراني سیوا شوې ده.

حکومت وایي دټیکسونو لمن یې پراخه کړې ده اؤ دخپلو سختو پرېکړه له امله به زر ددې جوګه شي چې هیواد دمعاشي بحران څخه وباسي.

خو په پاکستان کې د سوداګرو زیاترو سازمانونو د ټیکسونو د سیوا کولو سره مخالفت ښودلی اؤ وخت په وخت حکومت ته د کار بندیز دړکې کوي.