ماهران وایي د ژمي په یخ موسم کې د منځنۍ اسیاء اؤ په ځانګړي ډول دسائیبریا څخه دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته د راتلونکو مرغانو په شمیر کې کمی شوی اؤ اوس دغو مرغانو زیاتره دخپل الوت مخه بدله کړې ده.
دمودو راهسې دسائیریا څخه قسمه قسم مارغان د ژمي په یخ موسم کې دافغانستان دلارې خیبر پښتونخوا ته راوړي اؤ دلته د یخنۍ اووه میاشتې د اباسین دتړمو اوبو اؤ د ډنډونو پغاړو تیروي.
دماهرینو په وینا دغه مرغان د خیبر پښتونخوا په میداني سیمو چارسده،صوابۍ اؤ خواوشا کې دعارضي پړاؤنو وروسته دصوبې په جنوبي برخو بنو،ډیره اسماعیل خان اؤ بیا دسندهـ،پنجاب اؤ بلوچستان سیمو کې د خوږو اوبو پرغاړه ځانله د استوګنې ځالې یا ځایونه برابروي.
خو اوس دخیبر پښتونخوا دځنګلي ژوند دپالنې دمحکمې مامورین اؤ دښکار شوقیان وایي چې دموسمي بدلون،په ابادۍ کې دبې کچه زیاتوالي اؤ دغیرقانوني ښکار له امله دا مرغان دخپلې خوښې ټاټوبی بدلوي اؤ زیاتره د نورو وطنونو په لوري الوت کوي.
دخیبر پښتونخوا دځنګلونو دمحکمې وزیر ښاغلي اشتیاق ارمړ په دې وروستیو کې دغیرقانوني ښکار دمخنیوي ترڅنګ دهاغو مرغانو د حفاطت په سختۍ سره امر کړی چې نسل یې په ختمیدو دی.
د ډيره اسماعیل خان سیمې د ځنګلي ژوند دپالنې د ادارې مشر ښاغلي خان ملوک وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په سیمه کې دابادۍ د زیاتیدو اؤ دشاړو زمکو د کروندې دپاره دکارول کیدو له امله په دې وروستیو کې دسائیبریا نه د راتلونکو مرغانو شمیره کې ښکاره کموت راغلی دی.
خو هغه وویل چې دځنګلي ژوند دپالنې اداره ددغو مرغانو د حفاطت دپاره په جوړ قانون سختۍ سره عمل کوي اؤ د لږو وسیلو په لاس کې دلرلو باوجود یې هم تر ډیره حده د ددې مرغانو د غیرقانوني ښکار مخه نیولې ده.
دسائیبریا دغه مرغان په دوؤ برخو کې ویشل کیږي چې یوه برخه یې په دښتو صحراګانو کې ژوند کوي اؤ بله دخوږو اؤ تړمو اوبو پغاړه اوسیږي.
په دې مرغانو کې شپږ قسمه زاڼې ،۲۶قسمه ایلۍ مړزان،بازونه،شکره،چوکه اؤ کوترې شاملي وي
د ډيره اسماعیل خان سیمې یو استوګن ښاغلی فتخ الله خان میاخیل چې دنیکونو د وختو نه ددې مرغانو دښکار شاهد دی، وایي دنوؤ دور جدیدو وسلو اؤ غیرقانوني ښکار دا نایابه مرغان د ژمي موسم کې دخپلې استوګنې په مقامونو بدلولو مجبوره کړي دي.
وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه دهغه د زمانې دښکار یادونه وکړه چې پلار اؤ نور مشران به یې په اسونو یا اوښانو تر لرې لرې ددې مرغانو په ښکار پسې تلل اؤ ډير په هنر به یې دغه مرغان نیول
خو هغه وایي اوس هغه وخت نه دی پاتې، اوس خو خلکو سره جدیدې وسلې وي ، په لینډ کروزرو اؤ موټرو کې راشلي ، دمرغانو په سیل هوا کې ډزې وکړي، بې شمیره مرغان ووژني اؤ ژوندي پاتې شوي وترهیږي چې بیا دې سیمې ته کله هم نه راځي.
د راپورونو له مخې پاکستان ته هرکال د سعودي عرب،متحده عرب اماراتو،قطر اؤ نورو عرب هیوادونو ګڼ شمیر شیخان ددې مرغانو دښکار دپاره راځي اؤ دپاکستان دحکومت نه دښکار داجازت نامو په اخستلو سره په بیلابیلو سیمو کې دخپلې خوښې دمرغانو ښکار کوي.