عثمان کاکړ: د نورو صوبو خلک د بلوچستان په اسنادو نوکرۍ کوي او بهرني سکالرشیپونه په اخلي

واشنګټن ـــــ د بلوچستان صوبایي حکومت د هېواد په مرکزي ادارو کې د هغو ملازمانو جعلي ډومیسایل او لوکل اسناد لغوه کوي چې په صوبایي کوټه کې کار کوي. صوبایي حکومت د جعلي اسنادو لرونکو په ضد اقدام کړی او په دې اړه په ټولو ضلعو کې پلټنه پیل کړې ده.

پر ټولنیزو رسنیو دا بحث وروسته له هغه پیل شو چې د مستونګ ضلعې مرستیال کمیشنر محبوب احمد اڅکزي د شاوخوا 400 هغو کسانو ډومیسایل او لوکل سرټیفیکیټ معطله کړل کړل چې د بلوچستان په کوټه په مرکزي ادارو کې نوکرۍ کوي.

د پښتونخوا ملي ګوند سنېټر عثمان کاکړ وايي، د بلوچستان یو څو داسې ضلعې دي چې په هغو کې په لکونو کسانو ډومیسایل او لوکل اسناد په جعلي توګه اخیستي دي، چې وایي په هغوی کې بارکان، کوهلو، موسی خېل، لورالای، مستونګ، چاغي، ګوادر او داسې نورې ضلعې شاملې دي:

"یواځې نوکرۍ نه دوی زموږ پر کوټه [ونډه] په پوهنتونونو کې داخلې اخیستې دي، زموږ ځوانان پاته سوي‌ دي‌ خو دوی زموږ په سکالرشپ انګلېنډ، امریکې، کېنېډا، اسټرېلیا او یورپ ته تللي دي".

د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي غړی ساجد ترین وایي په 1972م کال کې چې کله د دوی د ګوند مشر سردار عطاوالله مېنګل د صوبې وزیراعلی وو د بلوچستان د جعلي اسنادو جوړېدلو په ضد یې ږغ پورته کړی وو. ښاغلی ترین وایي حکومت باید د لوکل او ډومیسایل اسنادو خپرولو کار شفاف کړي او یواځې د صوبې خپلو خلکو ته یې ورکړي:

"په اسلام اباد کې یو ذهیت دی چې د بلوچستان د ډومیسایل حق یې وهلی دی او په هغه بنیاد یې د جعلي ډومیسایل پالیسي روانه ساتلې ده، په مرکز کې چې د آیین له رویه د بلوچستان کومه شل فیصده کوټه جوړېږي په هغه کې دوه سوه کسان هم داسې نه شته چې هغه دې حقیقي د بلوچستان اوسېدونکي‌ وي".

عثمان کاکړ وایي د بلوچستان په هره ضلع کې دې د نورو صوبو د خلکو جعلي اسناد سمدستي منسوخ کړل شي او دوی ته دې سزاوې ورکړل شي:

"دلې په مېډیکل، انجینېرنګ او نورو پوهنتونونو کې یې د بلوچستان په ډومیسایل داخلې اخیستې دي، اسسټنټ کمیشنران او ډي سيان په جوړ شوي دي".

د بلوچستان د صوبایي حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي، وزیراعلی د ټولې صوبې مرستیال کمیشنرانو ته امر کړی دی چې په خپلو ضلعو کې د جوړو شوو جعلي اسنادو جاج واخلي:

"د بلوچستان په ونډه چې په مرکزي حکومت کې کومو خلکو نوکرۍ تر لاسه کړې دي یو شکایت دا دی چې دوی دغه نوکرۍ په جعلي ډومیسایل تر لاسه کړې دي، د دوی په ضد ګامونه اخیستل کېږي او مرستیال کمیشنرانو یې د اسنادو د تصدیق کار پیل کړی دی".

د بلوچستان د مستونګ ضلعې مرستیال کمیشنر محبوب احمد اڅکزي مشال رېډیو ته ویلي، په تېر یوه کال کې یې د بلوچستان پر ونډه په مرکزي ادارو کې د 744 ملازمینو اسناد څېړلي خو وایي په هغوی کې څلور سوه تنو ورته جواب نه دی ویلی:

"په دې یوه کال کې مو هیڅ یوه داسې لاره پرېنښوه چې دا کسان خبر کړو خو بیا هم 344 کسان موږ ته له اسنادو سره حاضر شول خو 400 رانغلو او د هغوی لوکل او ډومیسایل موږ معطل اعلان کړل".

د 2017م کال په جنوري کې د پاکستان سېنټ د بلوچستان له ضلعو څخه په مرکزي ادارو کې د ملازمینو د سیمه ییزو او ډومیسایل سندونو د څیړلو لپاره یو قرارداد هم منظور کړی وو خو درې کاله وروسته هم پر دې تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې ډومیسایل او لوکل سرټیفیکېټ هغه قانوني سند دی چې تصدیق کوي او تایید کوي چې تر لاسه کوونکی د هیواد د یوې ضلعې "مستقل اوسېدونکی" دی. دا سند له اوسېدونکو سره مرسته کوي چې د خپلې ځانګړې ضلعې لپاره د ځانګړو شوو سرکاري نوکریو، تعلیم، او نورو امتیازاتو غوښتنه وکړي او همدارنګه په مرکزي ادارو کې د صوبایي کوټې [ځانګړو پوسټونو] نوکرۍ تر لاسه کړي.