جنرل باجوه د اړيکو ښه کولو دپاره د سعودي عرب سفر کوي، رپورټ

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب سفر کوي چې د پاکستان او سعودي عرب دواړو هېوادونو ترمنځ تاؤ تريخوالی راکم کړي، دغه خبره رويټرز خبري ادارې په خپل رپوټ کې کړې ده.

خو په رپوټ کې د پوځ د وياند مېجر جنرل بابر افتخار له قوله ويل شوي چې "اؤ هغه به سفر کوي"، خو ورسره يې ویلي دا د هغه د وړاندې نه ټاکل شوی سفر دی او هدف يې دفاعي اړيکې دي.

په رپوټ کې ويل شوي جنرل باجوه به د روانې اوونۍ په اخره کې سعودي عرب ته لاړ شي.

په ياد رپوټ کې د پوځ د دوه چارواکو لخوا ويل شوي چې نومونه يې نه دي اخستل شوي، دوی دواړو ويلي د کشمیر د کشالې په سر پاکستان په رياض ټکونه کوي او دوی د جنرل باجوه سفر د دغه معاملې سره تړي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې وخت کې د سعودي عرب سفر کوي چې د پاکستان او سعودي عرب اړيکې ترينګلې شوي دي.

پاکستان د سعودي عرب نه غوښتي چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي او سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي ؤ، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه، خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسله مخکې تګ وکړي او که او ايي سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

وروسته سعودي عرب د پاکستان نه خپل قرض يو ارب ډالره بيرته اخستې دي، او ويل کيږي د نورو دوه اربه ډالره بيرته اخستو يې ورته ويلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز دوه ورځې وړاندې ويلي ؤ، سعودي درې اربه ډالره پاکستان ته قرض ورکړي وو يو ارب ډالره يې ترې بيرته واخسته، او د هغه په وېنا قرض بيرته اخستل کیږي دا نا اشنا خبره نه ده.

هغه ويلي ؤ سعودي عرب د پاکستان سره د ورورولۍ اړيکې لري او تل په يې په سخت وخت کې د پاکستان سره لاس کړی دی.

خو نوموړي ورسره دا خبره هم کړې وه چې په نړيوال کچ په اړيکو کې کوم بدلونونه کیږي او پاليسيانې جوړیږي "پاکستان به هم د هغې پاليسۍ په لار ځي چې ګټې يې خوندي کوي".