هایکورټ: حافظ حمدالله سنېټر اوسېدلی، پر پاکستاني شهریت یې شک څنګه کېدای شي؟

واشنګټن ــــ د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د اپوزیشن ګوند جمعیت علمای اسلام د پخواني سنېټر حافظ حمدالله د شهریت منسوخولو په اړه د مقدمې په اورېدنه کې پوښتنه کړې چې د هغه زوی له پوځي اکېډمۍ پاس شوی دی نو بیا څنګه د هغه پر پاکستاني شهریت شک کېدای شي.

د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد هایکورټ کې د حافظ حمدالله د پاکستاني شهریت د منسوخېدو په ضد د درخواست اورېدنه د چیف جسټس اطهر من الله په مشرۍ شوې، چې هغه پکې د شناختي کارډ ورکولو د سرکاري ادارې نادرا پر چلند ناخوښي څرګنده کړې ده.

اسلام اباد هایکورټ د حافظ حمدالله د شهریت د منسوخېدو په اړه د مقدمې پرېکړې ځنډولې ده او د هغه شهریت ختمول یې د بنیادي انساني حقونو سرغړونه بللې. حافظ حمدالله تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې (نادرا) د 2019م کال په اکتوبر کې د امنیتي ادارو د رپوټونو په بنیاد د حافظ حمدالله پاکستانی شناختي کارډ ختم کړی وو او ویلي یې وو هغه پاکستانی نه دی، چې تر هغه وروسته پېمرا هم په ټیلیویژنونو کې هغه ته پر ځای ورکولو بندیز لګولی وو.

د اورېدنې په مهال قاضي اطهر من الله د نادرا له وکیله پوښتنه کړې چې د حافظ حمدالله ټول جایداد په پاکستان کې دی او هغه د یو پاکستاني په توګه د پاکستان د سېنټ غړی اوسېدلی دی، نو نادرا څنګه کولای شي د هغه شهریت منسوخ کړي.

د عدالت د پوښتنې په جواب کې د نادرا وکیل ویلي، د چا په اړه چې د هېواد استخباراتي ادارو رپوټ ورکړی وو، هغه ته په کتو یې د آیین په بنیاد خبرتیا خپره کړې وه او که چارواکي له دې خبرتیا (نوټس) مطمئن نه وي نو بیا نادرا اختیار لري چې د هغه تن شهریت منسوخ کړي.

د نادرا چارواکو په تېره مې میاشت کې اسلام اباد هایکورټ ته ویلي وو، امنیتي ادارو د 2018م کال د دسمبر پر 12مه یو رپوټ خپور کړی وو، چې په هغه کې یې حافظ حمدالله د افغانستان شهري ګڼلی وو او په یو بل رپوټ کې یې د هغه اسناد جعلي بللي وو.

د حافظ حمدالله یو زوی په نیژدې کلونو کې د پاکستان له پوځي اکېډمۍ فارغه شوی او په دې اړه جوړه شوې غونډه کې پخواني سنېټر پخپله هم ګډون کړی وو، چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه پکې وینا کړې وه.

عدالت د نادرا وکیل پوښتلی چې د نادرا چارواکي د کوم قانون په بنیاد د خلکو د شهریت په اړه پوښتنې را پورته کوي؟ وکیل ورته وویل دا ګام یې د امنیتي ادارو د رپوټ په بنیاد اخیستی، خو وایي د حافظ حمدالله د شهریت تر منسوخېدو وروسته یې د نادرا د 2000م کال د قانون د 18مې مادې له مخې هغه ته خبرداری (شوکاز نوټس) هم جاري کړی وو.

عدالت وکیل بیا پوښتلی چې "که د دې عدالت [هایکورټ] رجسټرار تاته څه در واستوي نو ته به د یو چا شهریت منسوخوې؟"، عدالت بیا ویلي چې نادرا له خپل اختیاره ناجایزه ګټه اخلي او وایي دا اداره داسې هیڅ اختیار نه لري چې د چا شهریت ختم کړي.

حافظ حمدالله ته د پاکستان پخوانی په لاس جوړ شناختي کارډ په 1992م کال کې ورکړل شوی وو او بیا کمپیوټري شناختي کارډ په 2004م کال کې ورکړل شوی وو، خو نادرا ویلي وو چې نه د هغه د پخواني شناختي کارډ ریکارډ لري او نه د هغه د کورني پس منظر په اړه معلومات لري.