واشنګټن - د سريلنکا صدر ګوټابايه راجاپاکسا ويلي د روس ولسمشر ويلاډيمير پوټين ته يې ټيليفون کړی او ترې يې غوښتي هېواد ته يې رعايتي تېل ورکړي چې د سريلنکا کورنی ضرورت پوره شي.
په ياد جزيره ملک لا په سمندر کې رابند هېواد کې اقتصادي حالت په تېر اويا کالو کې تر ټولو ډېر خراب شوی او ولس د حکومت خلاف احتجاجونو ته اړ باسي.
راجاپاکسا په خپل ټوېټر ليکلي “د روس د صدر ويلاديمیر پوټين سره مې د ټيليکان د لارې ډېرې ګټورې خبرې وشوې”.
د سريلنکا صدر د خپل هېواد سره د روس لخوا په تېر شوو مرستو هم پوټين ته مننه وويله.
سريلنکا تر ډېره حده د کوېډ-۱۹ د بندېزونو د لاسه بنيادي توکو ته غټه اړتيا لري چې پکې دوايانې، خوراک او تېل هم دي.
د رايټرز د رپورټ ترمخه ډاکټران وايي د ياد هېواد د صحت نظام ټول په ټوله کېناستونکی دی.
ډېرو غربي هېوادونو د روس سره د توانايۍ ورکړه راکړه د اوکرين په شخړه بند کړي خو د سريلنکا وزير اعظم راني وېکراماسېنګې هغه تېر ويلي وو هېواد به يې داسې چلن کوي چې نورې زريعې ولټوي خو لا تر اوسه کامياب شوی نه دی.
سريلنکا د روس نه د وړاندې نه تېل اخستلي او داسې څرګندونې يې کړي دوی به په راتلونکي کې نور تېل ترې واخلي.