د قبایلي ضلعو یو شمېر مېرمنې وراثت کې د برخې تر لاسه کولو لپاره عدالتونو ته تللې دي

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ پخوانیو قبایلي سیمو سره تعلق لرونکو ځینو ښځو په دې وروستیو کښې په پلرني جایداد یا وراثت کښې د خپلې شرعي اؤ قانوني برخې تر لاسه کولو په غرض ځایي عدالتونو ته مخه کړې ده.

قانون پوهان ګڼي چې د پاکستان داساسي قانون یا ایین له مخه عدالتونه پابند دي چې دقبايلي ضلعو دمیرمنو دغه شرعي اؤ قانونی حق باوري کړي البته دسیمې مشران وایي چې باید دغه رقم قضیې دې د خبرو اترو یا جرګو د لارې هوارې کړی شي.

په عمومي توګه دا ګڼل کیږي چې په پښتني ټولنه کښې د کورنۍ نارینه غړي خپلو ښځو له په وراثت کښې برخې ورکولو ته په اسانه غاړه نه ږدي اؤ هر کله چې د ښځو له اړخه په دغه اړه څه تقاضه شوې یا عدالت ته رجوع شوې نو په دغه کورنیو کښې لویې جنجالونه مخې ته راغلي دي.

د ا چې ولې اوس دقبايلي ضلعو میرمنو خپل دغه حق تر لاسه کولو د پاره غږ پورته کړی؟ ددې په اړه د قانون پوهانو اؤ ځائی قامی مشرانو له اړخه بیلابیلې رایې مخې ته راغلې دي.

د خیبر ضلعې د باړې تحصیل سره تعلق لرونکی وکیل خالد اپریدی په دې اړه وایي چې په قبایلی سیمو کښې اوس د سړو ترڅنګ ښځې هم لوستې دي اؤ د خپلو حقوقو په اړه پکښې بیداري راغلې ده اؤ هم دغه وجه ده چې هغوئ په وراثت کښې برخې ترلاسه کولو د پاره عدالتونو ته رجوع کړې ده.

هغه وایي چې د هیواد د وراثت دقانون له مخې چې د ښځو د برخې کوم تعین شوی, دغه برخه د هغوئ نه هیڅوک هم نه شي ایسارولی اؤ عدالتونه پابند دي چې قبایلي ښځو له خپل حق ورکړي.

د خالد اپریدي په وینا "چونکې په قبایلو کښې بلکې خصوصاً په پښتنو کښې د خور, لور اؤ ښځې حق بد ګڼلی شي اؤ چې کله هم دوئ خپل حقوق غواړي نوپه دې ډیر خفګان مخې ته راځي, خصوصاً په کورنیو کښې اؤ د خویندو روڼو تر منځه, خو چونکې اوس چې په ټولو قبایلي سیمو کښې عدالتي نظام کار شروع کړو نو چې څوک هم دغه عدالتونو ته ورځي نو هغوئ ته به خپل حق ضرور ترلاسه کیږي, که هغه په وراثت کې وي اؤ که په بل څه کښې وي"

د خالد اپریدي په وینا د قبایلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته تر دې مهاله د خیبر, مومند, کرم اؤ وزیرستان سره تعلق لرونکو یو شمیر ښځو د خپل شرعي اؤ قانونی حق تر لاسه کولو د پاره ځایي عدالتونو ته رجوع کړې ده.

خو بل اړخ ته قبایلي مشران ګڼي چې چونکې ددغو سیمو زیاتره شخړې اؤ جنجالونه د جرګو مرکو د لارې هوارولی شي نو بايد د ښځو په وراثت کښې د برخې تعین دې هم د جرګو د لارې وشي.

د خیبر ضلعې جمرود تحصیل سره تعلق لرونکی قامی مشر ملک بسم الله خان وایي چې قبایلو مدام خپلو ښځو له ډیر عزت ورکړی اؤ مدام یې د هغوئ د حقوقو خیال ساتلی دی.

هغه البته زیاته کړه چې په قبایلي ضلعو کښې د ښځو داحترام اؤ د پردې په خاطر بايد دهغوئ شرعي اؤ قانوني حقونو باوري کولو دپاره د کورنۍ نارینه غړي دځایي مشرانو جرګې ته رجوع وکړي چې دغسې د وخت اؤ پیسو دبچت تر څنګ په خوندي توګه دغه شخړې هم هوارې شي.

خو په مقابل کښې قانون پوهان ټینګار کوي چې چونکې په قبایلي جرګو کښې ښځو ته د برخې اخستو اجازت نشته اؤ ورسره زیاتره پښتانه خپلو ښځینه خپلوانو له په وراثت کښې برخې ورکولو ته تیار نه دي نو ځکه دې اییني لاره اختیار کړی شي.

د لنډیکوتل سره تعلق لرونکی سجاد شینواری ايډوکیټ وایي چې د ۱۹۷۳ اساسي قانون ښځو له په وراثت کښی جائزې برخې له پوخ تحفظ ورکړی, اؤ دا اوس د عدالت کار دی, نه چې د قامي جرګو چې قبائیلي ښځو له په وراثت کښې خپل پوره حق ورکړي.

د سجاد شینواری په وینا زیاتره وخت دښځو لخوا د خپل حق له غوښتنې نه وروسته د هغې د کورنۍ کسان دغو ښځو ته ګواښونه کوي اؤ په دغه قسمه پیښو کښی یو شمیر ښځو خپل ژوند هم د لاسه ورکړی دی اؤ هم دغه وجه ده چې کله زنانه د خپل حق د پاره عدالت ته رجوع وکړي نو عدالت ددغه ښځې یا ښځو د تحفظ د پاره ځایي پولیس ته امر کوي.

په ځایي توګه هم اوس د ځینو مترقي مشرانو اؤ دمدني ټولنې دغړو له اړخه دا غوښتنې شوي چې بايد د ښځو جایز حقوق هغوئ له د ورکولو په اړه مثبت اؤ ګټور بحثونه پیل کړل شي چې دغسې قبایلي ښځو له په حقیقي توګه د هغوئ جقوق ورکړی شي.