دخېبر ضلعې په باړه اؤ تیراه سیمو کې په امنیتي ځواکونو دهدفي بریدونو لړۍ چټک شوې

د تیرې څه مودې راهسې د خیبر قبایلي ضلعې ترهګرۍ ځپلو سیمو باړه اؤ تیراه کښې یو ځل بیا دځایي پولیسو اؤ امنیتی عسکرو په ضد هدفي بریدونو کښې اضافه شوې ده اؤ د تیرو څو اوونیو په مهال په دغه رقم بریدونو کښې لږ تر لږه څلور پولیس عسکر وژل شوی, خو تر اوسه نه خو کومې وسله والا ډلې یا کسانو ددغه پېښو ذمه واري قبوله کړې اؤ نه څوک ددې په تور کښی نیول شوي دي.

د ځایي پولیسو په وینا هغوئ ددې په تکل کښې دي چې په دغه پېښو کښی دککړو کسانو درک اؤ پیژندګلوي معلومه کړي ځکه چې هغوئ په دغه اړه د باړې د اوسیدونکو د کلکو نیوکو سره مخ دي.

په باړه کښی فعالیت لرونکی دیو سیاسي تنظیم غړی زاهد الله وایي چې د پوځي عملیاتو تر سره کیدو نه وروسته هغوئ هیله من ؤ چې په باړه کښې به دایمي امن پر ځائ شي خو وایي اوس یو ځل بیا د امنیت وضعه ګډه وډه شوې اؤ په هدفي بریدونو کښې د پولیسو په نخښه کیدو تر څنګ د موبایل فون د لارې عامو خلکو نه د پیسو یا قلنګ تقاضه کولی شي.

د زاهد الله په وینا هغه په شخصي توګه یو شمیر بیلابیل داسې کسان پیژني چې پکښې قامي, سیاسي اؤ مذهبي مشران, تاجران, دوکانداران, خبریالان اؤ حکومتي ادارو کښې کارکونکي شامل دي اؤ د دوئ نه د موبایل فون له لارې دقلنګ غوښتنه شوې ده.

په دغه اړه د باړې پولیس مشر سوالزر خان ډیوه ته وویل چې هغوئ په دې خبر دي چې د ګاونډي هیواد افغانستان د موبایل فون نمبرو نه ځایي کسانو سره رابطې کولی شی اؤ د هغوئ نه مختلف قسمه تقاضې کیږي.

هغه وویل چې ځایي پولیس په دې لړ کښې په پیښور کښې د کاؤنټر ټیررازم ادارې د چارواکو سره پرله پسې په رابطه کښي دي اؤ د متاثره کسانو په شکایت یې د نامعلومو کسانو په ضد مقدمې هم درج کړي. البته تر اوسه کوم مشکوک تن نه دی نیول شوی.

د باړې تر څنګ تیراه کښې هم په ځینو برخو کښې په امنیتی پوستو د لاسي بمونو د بریدونو راپورونه تر لاسه شوي خو په دغو بریدونو کښې امنیتي عسکرو ته څه ځاني زیان نه دی اوړیدلی.

د تیرې جمعې په سحر هم دغسې یوې پېښې نه وروسته د تیراه باغ بازار سره نژدې د امنیتي عسکرو د ډزو له امله یو بې ګناه ځوان تن چې په یوه خپه معذوره ؤ اؤ د باغ بازار کښې یې د درزیتوب یا جامو ګنډلو دکان وو, وژل شوی ؤ.

د اورنګ زیب نومې دغه ځوان د بې ګناه وژنې په ضد د هغه د کورنۍ کسانو،د باغ بازار دوکاندارانو اؤ عامو خلکو سخت احتجاج نه پس په سیمه کښې موجودو امنیتي عسکرو منلې وه چې اورنګ زیب په تېروتنې سره وژل شوی اؤ په پېښه کښې دککړو پوځیانو په ضد به د پوځ د قانون له مخه دکارروایۍ کولو تر څنګ د هغه کورنۍ له معاضه هم ورکولی شي.

د وژل شوی تن د کورنۍ د کسانو په وینا فقط څو میاشتې وړاندې دهغه واده شوی ؤ دنزدې دولسو کالو راهسې یې د درزي توب کار کولو.