پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ په وړاندې د ستونزو د حل پرسر موافقه کړې

د پاکستان د تجارت او صنایعو سکتر صوالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوې ډله چې کابل ته ورغلې او ١٨م جولايي نه تر ٢٠م جولای پورې يې له افغان طالبان چارواکو سره د تجارت په برخه کې د شته ستونزو په هکله خبرې کړي ویلي، د سوداګرۍ په وړاندې د ګڼو خنډونو د لېرې کېدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ موافقه شوې.
د درې ورځنې خبرو دا پړاو سرته رسېدو وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يوه اعلاميه هم خپره کړې چې پکې يې په ١٥ نکاتو د پرېکړو تر ترسره کېدو یادونه کړې.
په دغو ټکو کې د دواړه هېوادونو تر منځه د سپين بولدک يا چمن لاره او د تورخم لاره به ۲۴ ساعته د سوداګریزو مالونو لېږلو رالېږلو د پاره د فعاله ساتلو، له پاکستان څخه افغانستان ته د ټرانزېټې مالونو داخلېدو اجازه او د افغانستان د لارې پاکستان ته ور وړلو اجازه ۔ ددې تر څنګ د افغانستان صادرات د واهګه پولې د لارې هند ته رسولو باندې هم موافقه شامله ده.
د پټروليم او کانونو وزارت وياند عصمت الله برهان په دې اړه وي۔او۔ای۔ ډيوه ته وویل ، دواړه غاړې په دې هم موافقه کړې چې د روان کال اګست تر اخره د قندهار او کويټه ، او د جلال اباد او پېښور تر منځه نېغ په نېغه سفري بسونه تګ راتګ وکړي.

عصمت الله برهان زياته کړه، د پاکستاني پلاوي له لوري له افغانستان څخه د سکرو ډبرو په موضوع هم بحث شوې. هغه وايي، ” مونږ د افغانستان د ملي ګټو پام کې ساتلو په اساس د هر هېواد سره تجارت غواړو ،پاکستان مو ګاونډي هېواد دې او غواړو چې کوېله ورته صادره کړو ، خو د سکرو بېعه هم هغه ده کوم چې ټاکل شوې."
نوموړي ډيوه ته زياته کړه، د پاکستان کرنسي دا وخت له تغير سره مخ ده او مونږ په دې موافقه ورسره کړې چې د کومې باوري کرنسۍ د لارې د معدنياتو صادرات ورته وکړو او هغه دا چې د يورو يا ډالر په بدل تر سره کېدې شي.
د خپرې شوې اعلاميې تر مخه ، افغانستان له پاکستان سره منلې چې د خرلاچي، غلام خان او ډنډ پټان لارې به ورځ کې ١٢ ساعته د ټرانزټ دپاره پرانستې او فعاله وي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له لوري جاري شوې بيان کې ویل شوي ۔ دواړه اړخه د خپل منځي‌ تجارت د ودې دپاره په دې رضا شوي چې د کسټم يا محصولاتو، د تجارتي ويزو اسانتياوې او نور ورپېښو ستونزو کمولو دپاره ګامونه اخېستل کيږي.
د افغانستان پاکستان ګډ چېمبر اف کامرس د افغانستان له لوري مشر خان جان الکوزي وي۔او۔ای۔ ډيوه ته وویل ، له افغانستان سره د پاکستان تجارت چې د درې بلینه ډالرو څخه ٨٠٠ میلينه ډالرو ته ټيټ شوې او دا ددې وجې چې تاجران د يو شمېر ستونزو سره مخ وو.

دده په وینا دغه پرېکړې که چېرې د ليک په ځايې عملي هم شي نو له دې سره بيا امکان دې چې دغه تجارت وده ومومي.