دپښتـونخوا کارخانه دارو دماليې او بجلۍ مد کې د رعايتونـو غوښتنه کړې ده

پېښور ـ په خیبر پښتونخوا کې کارخانه دارو د مرکزي حکومت نه د بجلۍ او مالیې په مد کې د رعایتونو غوښتنه کړې چې دا شان د صوبې صنعتونه په خصوصي توګه د سنګ مرمرو صنعت هم د برامداتو جوګه شي.

خو اقتصادي پوهان وایي دا وخت حکومت ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی که غواړی هم چې دمالیې او توانایۍ په مد کی رعایتونه ورکړي خو نه شي ورکولی.

مرکزي حکومت په دې وروستو کې زراعتو او برامدي څانګی ته د توانایۍ او قرضو په مد کې رعایتونه اعلان کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د سنګ مرمرو او درنګونو د اتحاديې صوبایي مشر سجاد خان وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان کې د برامدي څانګې او زراعتو په څېر د ماربلو صنعت ته هم که د بجلۍ او فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې رعایتونه ورکړی شی نو د صوبې یوازینی صنعت به چې دلکونو خلکو روزګار ورسره تړلى دی د برآمداتو جوګه شي

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ یو کاروباري یونټ 70 روپو ته رسیدلی او بیا د 18م ایېني بدلون وروسته د صوبې د صنعتونو نه د فیول پرایس ایډجسټمنټ بلونو اخستو هیڅ جواز نشته.

"په صوبه کې ماربل او نور واړه صنعتونه که په میکنایزډ ټیکنالوجۍ شي او د بجلۍ په مد کې په یونټ پرایس یا قیمتونو کې رعایتونه ورکړی شي نو دې کې هیڅ شک نشته چې زمونږ سنګ مرمر به هم برآمد شي او دا صوبه به هم پرمختیا وکړي"

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف تیره میاشت په ټول هیواد کې زراعتو ته د قرضو، سرو او مشينرۍ په مد کې 1800 اربه روپۍ رعایتونه اعلان کړي وو .

هم دغه راز د خزانې وزیر اسحاق ډار تیره میاشت په اکتوبر کې برامدي صنعت ته 20 روپۍ د بجلۍ په مد کې کمى اعلان کړی و خو د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي د اقتصادی مشکلاتو له امله دغو رعایتونو کې هم مشکلات مخې ته راځي.

"د بجلی په مد کې يې د يو يونټ پسر د 19.5روپۍ رعایت ورکولو ویلي دي او دا رقم 100 اربه روپۍ جوړیږي خو د بجلۍ ډویژن مرکزي حکومت ته ویلي چې هغوی سره دا پیسې نشته او حکومت سره هم بله لار نشته او بیا صنعتونو ته رعایتونه ورکول ډیر مشکل دي ځکه چی دا 100ارب روپۍ په بجټ کی نشته دا به هم حکومت د جیب نه ورکوي"

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي په اکتوبر کې د پاکستان برآمدات 4% کم شوي خو په مجموعي ډول په وړومبیو دريوو مياشتو کې دا 0.94% اضافه ښایي چې له وجې يې په ټول هیواد کې د برامدي صنعتونو د بندیدو خطر سيوا شوی او دې سره به په برامدي هدف پوره کولو کې مشکلات پیدا شي او په غیر ملکي اداییګيو کې د وړاندې نه موجودې ستونزی به نورې هم سيوا شي.

د شميرنې داره وایي د روان کال په وړمبیو څلورو میاشتو کې د پاکستان درامدي بل 16% کم شوی او مجموعي 21اربه ډالره درامدات شوي او تیر کال هم په دې موده کې د 25اربو ډالرو درامدات شوي وو او تیره میاشت تجارتي خساره 42% کمه شوې ده.

خو اقتصادي پوهان وایي د درامداتو د کمي له امله د پاکستان برامدي صنعت ته خام مال هم راکم شوی چې منفي اثرات يې په برآمداتو او بهرنیو اداییګو هم پریوځي .