افغانستان کې ځینو خبري ویبسایټونو ته د خلکو لاس رسی بند کړی شوی دی

په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د چارواکو په یو خبري کنفرنس کې موجود افغان خبریالان او خبریالانې

واشنګټن - په افغانستان کې خلک چې غواړي په انټرنېټ باندې خبرونه وګوري، په شمول د وي او اې د ځینو وېب سایټونو، په پرانېستلو کې یې له ستونزو سره مخ کیږي او ځیني وخت سپینه پاڼه او یا هم د "غلطۍ" پیغام په سکرین باندې ګوري.

کم از کم دوه هفتې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو چې غوښتل د خصوصي ټیلي کام کمپینو د انټرنېټ د لارې، پخپلو موبایلونو کې وېب سایټونه پرانیزي، نو په دې کار کې یې د ستونزو د پېښېدو خبر ورکړی دی.

هغه ویب سایټونه چې افغانان یې په پرانېستلو کې مشکلات ګوري، هغو کې د وي او اې پښتو او درې ویب پاڼې، او همدا شان د آزادي رېډیو ویب پاڼې شاملې دي کوم چې هغه هم د وي او اې د یوې بلې موازي خبري ادارې – رېډیو فری یورپ – پورې تعلق ساتي.

خو نور نړېوال خبري ویب سایټونه، لکه بي بي سي او د وي او اې انګلېش ویب سایټ د کوم مشکل بغیر پرانېستل کېدلی شي.

هغه خصوصي ټيلي کام کمپنۍ چې مشتریان یې د یادو ستونزو سره مخ شوي دي، هغو کې افغان بیسیم، روشان، او اتصالات افغانستان شامل دي چې دا آخري یې د متحده عربي اماراتو پورې اړونده کمپنۍ ده.

د وي او اې د تحقیق په بنیاد، هغه خبري سایټونه چې پرانېستل یې د دې کمپنیو په انټرنېټ باندې مشکله شوي، هماغه وېب سایټونه د وای فای او یا د "سلام" کمپنۍ په انټرنېټ، او یا هم د وي پي اېن له طریقه پرانېستل کېدلی شي.

افغانستان کې په یو موبایل ټلیفون باندې د وي او اې دري ژبې ویب سایټ د پرانیستل کېدو کوشش وروسته، دغه پیغام لیدل کیږي

لږ تر لږه دوه کسان چې د دې حالاتو نه باخبره دي، وي او اې ته یې ویلي چې د ځینو کمپنیو په انټرنېټ باندې د یو شمېر خبري ویب سایټونو د پرانېستل کېدو ستونزه، د طالبانو د یو حکم نتیجه ده.

یوې سرچینې چې د انټرنېټي خدماتو په یوې کمپنۍ کې کار کوي او غواړي نوم یې پټ وساتل شي، وي او اې ته وویل چې طالبانو هغې کمپنۍ ته امر کړی چې هغه وېب سایټونه په افغانستان کې وتړي.

یو بل کس چې د افغانستان د مېډیا د خلاف ورزیو کمېشن سره یې تعلق دی، وي او اې ته ویلي چې دغه کمېشن ته د یادو وېب سایټونو د تړلو کوم حکم ندی رسېدلی، مګر داسې ښکاري چې طالبانو پخپل سر دا کار کړی دی.

دې شخص چې د نوم د پټ ساتل کېدو په شرط یې خبرې کولې، وي او اې ته وویل: "دا واضحه خبره ده چې کوم تکنیکي ستونزه نشته، ځکه دا وېب سایټونه د لویو لویو کمپنیو په انټرنېټونو بند دي. روښانه ده چې دا د طالبانو کار دی، مګر دا خبره کمېشن ته راجع شوې نده."

د طالبانو یو ترجمان په دې اړه د وي او اې پوښتنې ته څه ځواب ونه وایه.

د وي او اې نګرانې مشرې یولانډا لوپز پخپل ټوېټر باندې یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې افغانستان کې د دې خبري ادارې د ویب سایټونو بندېدل، کومه "غیرمتوقعه" خبره نه وه.

مېرمن لوپز لیکلي دي: "مونږ دې ته آمادګي نیولې ده، او په افغانستان کې زمونږ مخاطبین، د بلاک شویو ویبسایټونو د پرانېستلو دپاره هغه آلات کاروي چې وي او اې ورته ښودلي دي."

پس د هغه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې د امریکا غږ (وي او اې) رېډیویي خپرونې په اېف اېم څپو باندې بندې کړلې، مګر د هغه وخت راهیسي د امریکا غږ رېډیویي پروګرامونه په افغانستان کې په مېډیم او شارټ یا لنډو څپو د اورېدو وړ دي.

د وي او اې د مشرې په بیان کې ویل شوي: "د طالبانو د دې کوښښ با وجود چې په مونږ سېنسرشپ ولګوي، وي او اې به د افغانستان خلکو ته د کره معلوماتو رسول جاري وساتي."

یوه آگاهه سرچینه وایي چې طالبانو د هشت صبح او زاویه خبري رسنیو د وېب سایټونو د تړل کېدو حکم هم جاري کړی دی.

عبدالخلیل رسولي، چې په هرات او کابل کې یې د هشت صبح خبري ادارې دپاره د خبریال په توګه کار کولو، وي او اې ته یې تېر کال ویلي و چې د هشت صبح اخبار ته طالبانو نېغ په نېغه دړکه ورکړې وه. دا خبره پس د هغه وشوه چې هشت صبح اخبار د ۲۰۲۱ کال په آخره کې د ځانمرګو برید کوونکو د کورنیو سره د طالبانو د نګران داخله وزیر سراج الدین حقاني د ملاقات په اړه یو رپوټ خپور کړ.

رسولي وایي: "هغو [طالبانو] زمونږ مېډیا رسنۍ [او خبریالان]، په شمول زما، ته یې دړکه ورکړه او مونږ ته یې وویل: که تاسو د داسې خبرونو خپرولو ته دوام ورکړئ او د ځانمرګي بریدکوونکي غوندې الفاظ وکاروئ، مونږ به خپلو مجاهدینو ته اجازت ورکړو چې هرڅه یې زړه غواړي هغسې درسره وکړي او مونږ به ستاسو د امنیت ذمه واري په غاړه نه اخلو."

رسولي زیاته کړه چې د طالبانو د ګواښ نه پس، د هشت صبح اخبار آنلاین غونډه وکړه او فیصله وشوه چې په تدریج سره به د دې اخبار دفترونه تړلی کیږي او تر هغو چې د دې اخبار صحافیان د هېواده ووځي، د خبرونو په چاپولو کې دې جوړجاړی پام کې ساتي.

د بې سرحده خبریالانو څارونکی تنظیم وایي، په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنه کېدو سره، د ملک دننه مطبوعاتو باندې منفي اغېزه غورځېدلې ده. د طالبانو د بیا واکمنه کېدو په اولو درېیو میاشتو کې، د افغانستان ۴۳ فیصده رسنۍ وتړلی شوې، او ۸۴ فیصده ښځې خبریالانې د کار پرېښودو ته مجبوره کړی شوې.

د دې رپوټ په جوړېډو کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخېستل شوي دي