پاکستان وايي، د پټروليم ليوي ټېکس په مد کې ورته په اربونو روپۍ تاوان اوړي، دا ټېکس به نور سېوا کوي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي چې په ملک کې د تيلو په مصنوعاتو د پټروليم ليوي ټېکس سېوا کول کيږي د کوم سره به چې په ملک کې ګراني نوره سېوا شي، خو ورسره اقتصاد پوهان دا هم وايي چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ پاکستان دپاره دغه ټېکس لګول ځکه اړين دي چې دا د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پور په پروګرام کې يو مهم شرط دی.

د پاکستان پټروليم ډويژن ترمخه، د پټروليم ليوي مرکزي ټېکس په مد کې ملک ته د 175 اربه روپو تاوان اوړي او په دې کې د روان مالي کال په اووه مياشتو کې 20 فيصده کمی شوی دی، او ويل شوي چې د روانې میاشتې د 16 نېټې څخه به په ډيزلو پينځه روپۍ په يو ليټر پټروليم ليوي ټېکس زيات کړی شي.

د پاکستان بزنس ريکارډر ورځپاڼې د پاکستان د پټروليم ډويژن له قوله ویلي، امکان لري چې د روانې میاشتې مارچ د 16م نېټې څخه په ډيزلو پټروليم ليوي ټېکس پينځه روپۍ د يو ليټر په سر سېوا کړي.

پټروليم ليوي د مرکزي حکومت لخوا د تېلو په مصنوعاتو [پټرولو او ډيزلو] ټېکس اخستل کيږي او دا ټېکس نېغ په نېغه د مرکزي حکومت خزانې ته ځي صوبو ته پکې برخه نه ورکول کيږي.

د پټروليم ډويژن مطابق د پټروليم ليوي په مد کې د 175 اربه روپو تاوان اوړي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره پاکستان دا منلي دي چې پټروليم ليوي به 50 روپۍ ليټر ته سېوا کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، حکومت اوس هم په ډيزلو پټروليم ليوي پينځه روپۍ کمې ترلاسه کوي او په پټرولو دغه ټېکس 50 روپۍ اخستل کيږي.

په 28 فرورۍ حکومت د ډيزلو په يو ليټر پينځه روپۍ پټروليم ليوي ټېکس سېوا کړی او دا 45 روپو ته رسېدلی دی.

طاهر امين وايي که حکومت د پټروليم ليوي ټېکس نور سېوا کوي نو د هغې دپاره به قانون سازي کوي.

د نوموړي په خبره تاوان ځکه اوړي چې حکومت په وخت د پټروليم ليوي ټېکس نه وو لګولی او بله دا چې په پاکستان کې د پټرولو کارول کم شوي دي.

هغه وویل حکومت د ايي اېم اېف سره منلې که مالياتي خساره راځي نو بيا به حکومت نور ټېکسونه لګوي.

د پاکستان مرکزي حکومت روان کال په بجټ کې د پټروليم لیوي ټېکس په مد کې د 750 اربه روپو ترلاسه کولو هدف ټاکلی وو، خو بيا دا هدف 855 اربه روپو ته سېوا کړل شو، او په پاکستان کې د ګرانۍ او روپۍ د قدر د کمي د وجې په هدف ترلاسه کېدو کې 20 فيصده کمی راغلی دی.

اقتصاد پوهه پروفېسر منظور علي وايي، د حکومت لخوا د توانايۍ بيې لوړې شوي او د 170 روپو اضافي ټېکسونه لګول شوي دي، ګراني د وړاندې نه زياته ده او ښايي نوره سېوا شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پاکستان دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، او د ايي اېم اېف د پور پروګرام د پاکستان دپاره ډېر مهم دی.

هغه زياته کړه، هسې خو د ايي اېم اېف پېسې په ظاهره کمې ښکاري خو د دې پروګرام په وجه مونږ [پاکستان] ته د نورو ملکونو او ادارو نه قرضونه ترلاسه کيږي او بله دا هم ده چې مونږ خپله خرڅونه او خسارې نه شو پوره کولی نو مونږ ته د ايي اېم اېف نه د پېسو هم ضرورت دی.

په پاکستان کې د وړاندې څخه د سرکاري شمېرو ترمخه مجموعي ګراني 31.5 فيصده ده او اوونيزه ګراني د 41 فيصده نه زياته شوې ده.

مرکزي بېنک د ګرانۍ قابو ساتلو دپاره د سود کچه 20 فيصدو ته زياته کړې او مرکزي حکومت په وروستيو کې د ايي اېم اېف د شرطونو پوره کولو دپاره فيډرل ايکسايز ډيوټي لس فیصده سېوا کړې او جنرل سېلز ټېکسونه یې د 17 فيصدو نه 18 فيصدو ته زيات کړي دي.

او حکومت د عېش و ارام په څيزونو جنرل سېلز ټېکسونه 25فيصده ته رسولي دي چې د ايي اېم اېف نه ورته قرضه ترلاسه شي.

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، د روان مالي کال په اووه میاشتو کې د بهر څخه راغوښتونکي پټروليم مصنوعات 9.27 فيصده راکم شوی، او د تېر مالي کال هم په دې موده کې د 11.69 اربه ډالرو په مقابله کې د 10.6 اربه ډالرو پټروليم مصنوعات راغوښتل شوي دي.